نریندار مودي: د نړۍ هرځای کې د ترهګریزو بریدونو پل پاکستان ته رسیږي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د هندوستان لومړي وزیر نریندار مودي ویلي چې د پاکستان سره یې اړیکې د ایډيالوژکو اختلافو له امله نه دي بلکې د ترهګریز ذهنیت له امله دي چې په خبره یې په اوس مهال کې پاکستان د نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز ګرځېدلی.
نوموړي له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي اوس مهال چې په هر ځای کې ترهکري کیږي پل یې د پاکستان ته رسیږي او دا هیواد به په یو نه یو ډول پکې دخل وي، مودي زیاته کړې چې پاکستان پّه اوس مهال کې یوازې د هند نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ترهګرۍ مرکز دی
مودي د پاکستان او هند د راتلونکو اړیکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د دې اړیکو ښه کیدل یوازې د ذهنیت د بدلون او رغنده خبرو اترو له لارې ممکن دي
نوموړي په دې مرکه کې په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ بریدونه یاد کړل چې په خبره یې بریدونه چا وکړل او د دې بریدونو اصلي طراح اسامه بن لادین له کوم ځای ښکاره شو
نوموړي زیاته کړې چې نړۍ اوس دا درک کړې چې د ترهګرۍ ضد ذهنیت چیرته رامنځته شوی او اصلي ریېښې یې چیرته دي د مودي په خبره څو ځلې یې د سولې کولو هڅه کړې خو بیرته یې هر څه د دوښمني او خیانت سره مخ شوي دي په خبره چې د پاکستان خلک هم د سولې او امن هیله لري ځکه په جنګونو کې یې ډير ماشومان بې ګناه وژل شوي دي
د نوموړي په خبره که فکر ایډیالوژي سمه جوړه شي او د ترهګرۍ له تمویل لاس واخیستل شي دوي د سولې راتلل ممکن دي.
د نریندرا مودي په خبره یوازې دوي نه بلکې هر چیرته چې ترهګري کیږي پل یې پاکستان ته رسیږي
هند د پاکستان یو له سر سختو رقیبانو څخه شمیر کیږي چې ډيری وخت یې په کشمیر کې چې د دواړو هیوادنو ترمنځ جنجالي سیمه ده نښتې هم رامنځته کیږي