اسرائيلو په ډله ییز ډول په مسجد الاقصی جومات تعرض کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
نن سهار اسراییلیان د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره پر اقصی جومات تعرض وکړ.
د را پورونو له مخې؛ څلور سوه اسرائیل میشتو د یهودي اختر (فصح) په پلمه، د دې رژیم د پوځیانو په ملاتړ، پر اقصی جومات یرغل وکړ او د فلسطینیانو پر وړاندې د پارونې اړوند کړنې ترسره کړې.
په ورته وخت کې د دوشنبې په شپه اسرائیلو د یوې چورلکې په توغندیز برید کې، چې د غزې په شمالي برخه د بیتلاهیا په سیمه کې د کډوالو پر خیمو وشو، ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غزې روغتیايي سرچینو راپور ورکړی چې د تېرې یوې ورځې په جریان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د غزې په اړه د بېساري انساني ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا سیمه د اور په منځ کې ده او د اسرائیلو د دوامداره بمباریو له امله د غزې خلک په دوامداره توګه کډوال دي او د تلو لپاره هیڅ خوندي ځای نه لري.
د غزې د جګړې د دوام په وړاندې د اسرائیلو د مخالفتونو په دوام، د اشغالګر رژیم د تعلیمي ادارو زرګونو فعالانو یو عریضه لاسلیک کړه او د دې جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه یې وکړه.
له بلې خوا، نن سهار د فلسطین اسلامي مقاومت تایید کړه چې د منځګړو له خوا یې د غزې لپاره د اوربند وړاندیز ترلاسه کړی دی.
ویل کېږي چې اسرائیلو د غزې لپاره د موقتي اوربند نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.
دا وړاندیز د ۴۵ ورځو لپاره یو موقتي اوربند شاملوي، چې پکې د اسرائیلو د شرایطو له مخې په څو ورځو کې د اسیرانو تبادله کېږي او د دایمي اوربند لپاره خبرې اترې پیلېږي.
حماس د دې وړاندیز په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې وویل چې مقاومت پر خپل اصلي دریځ ټینګار کوي، چې پکې د جګړې دایمي پای ته رسېدل، د اشغالګرو بشپړه وتل، د غزې محاصره ختمول او د دې سیمې بیارغونه شامله ده.
له بلې خوا، د یمن روغتیا وزارت اعلان کړی چې د مارچ له نیمایي راهیسې د امریکا د وروستیو بریدونو له امله، چې د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو شوي، لږ تر لږه ۱۲۳ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
دې وزارت زیاته کړه چې په دې بریدونو کې ۲۴۷ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.