د تاجکستان د ولسمشر مخالف، د طالبانو تر ولکې لاندې کابل کې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته يو شمېر د پوځ هوايي ځواکونو او د طالبانو د حکومت مخالفې وسله والې ډلې (جبهه مقاومت ملي) مشر احمد مسعود تاجکستان ته پناه یوړه او تر يوه وخته همالته پاتې شو او داسې ويل کېږي چې تاجکستان په خپله خاوره کې د پخوانۍ شمال ټلوالې (ملي مقاومت جبهې) هلته پراخه امکانات او ځای ورکړی دی، تازه د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سر سخته مخالف او د اپوزیسیون مشر شرف الدين ګدایف کابل ته سفر کړی دی.
ظاهراً نړۍ ته د طالبانو حکومت دا وښودله چې ګدایف د افغانستان د يو پخواني سياسي او مدني فعال فضل رحمان اوریا په مشرۍ د سهار د خبرو اترو د مرکز له لوري کابل ته دعوت شوی دی خو په هېواد کې پر سياسي، مدني او نورو فعالیتونو د طالبانو سختو بندیزونو او سانسوريو څخه داسې ښکاري چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته او ګدایف د يو نوي ماموریت د پيل لپاره د طالبانو د حکومت په خوښه راغلی او ښايي، د تاجکستان د حکومت پر ضد مبارزه کې ګدايوف ته د مرستې ډاډ ورکړل شوی وي.
ګدایف چې د ولسمشر امام علي رحمان مخالف دی او د هغه حکومت يو فاسد حکومت ګڼي او د راپرزولو او يا يې هم د تغیراتو راوستو په هڅه کې دی، يو ځل په تاجکستان کې بندي شوی هم دی او تر هغې وروسته يې تاجکستان پريښی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې ګدايوف په پولینډ کې د امام علي رحمان په مشرۍ د تاجکستان د حکومت ضد ایتلافي اپوزيسيون رامنځته کړ چې د حکومت مخالف ګوندونه په کې برخه لري او تر اوسه پورې دا اپوزیسيون فعال دی.
ويل کېږي، اوسمهال شرف الدین ګدایف په تبعید کې د حکومت رامنځته کېدو په څه کې دی چې د دغو نورو ګوندونو په همکارۍ به يو جلا وطنه حکومت رامنځته کړي.
ښايي، ګدايوف به د اړتیا په صورت کې له طالبانو څخه د ممکنه همکارۍ د تر لاسه کولو لپاره دلته راغلی وي او دا امکان هم شته چې له طالب مشرانو سره تر بندو دروازو شاته بېلابېلې لیدنې هم تر سره شوې وي خو په رسنيو کې يوازې له فضل رحمان اوریا او ځينو نورو مدني فعالانو سره د هغه د لیدنو عکسونه او راپورونه خپاره شوي دي.
داسې ښکاري چې طالبان به دلته سياسي لوبه کوي او په دغه کار به تاجکستان مجبوروي چې له خپلې خاورې څخه د مقاومت ډله او د طالبانو د حکومت مخالفين بهر کولو ته اړ کړي، د طالبانو د حکومت ضد ډلو ته تاجکستان نږدې ځای دی چې پر طالبانو له هغه ځایه بریدونه پلان کړي او په مقابل کې یې د تاجکستان د حکومت ضد ډلو ته هم دا خاوره امن او نږدې تمامېدلی شي.