خبرونهراپورونه

د طالبانو د امنیت دعوه؛ ځینې کابل ښاریان له وسله‌والو غلاوو سرټکوي

د طالبانو د امنیت دعوه؛ ځینې کابل ښاریان له وسله‌والو غلاوو ستړي شوي
کابل ټیلیګراف – د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

سره له دې چې طالبان په وار وار د امنیت د ټینګېدو خبره کوي، ځینې کابل ښاریان وایي، په رڼا ورځ یې موبایلونه چور کیږي، کورونه یې لوټل کیږي او نور له وسله‌والو غلاوو په تنګ راغلي دي.

د کابل ټیلیګراف موندنې ښیي چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې په کابل کې دغه ډول غلاوې زیاتې شوې دي.

کابل ښاریان څه وایي؟
د کابل ښار یوه تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، کابل ټیلیګراف ته وویل، وړمه ورځ د جادې په سیمه کې د سړک خوا ته روان و او غوښتل یې چې چاته په واټس اپ کې پیغام وکړي، خو موټرسایکل سپرو یې ترې موبایل چور کړی دی.

دی وایي: «کله یې چې چور کړ، زه هک په پک شوم، غږ هماغسې د ریکارډ په حالت کې پاتې شو، او په همدې فکر وم چې له غلو موبایل بېرته پر ځمکه وغورځېده او همداسې وتښتیدل.»

هغه کابل ټیلیګراف سره هغه ریکارډ شوی غږ هم شریک کړی دی چې د چور پر مهال د ده په موبایل کې ریکارډ شوی دی.

د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه شهید سېمې یو بل اوسېدونکی هم وایي چې تېره ورځ مازدیګر مهال یې ورو وسله‌والو غلو په مرګوني حالت وهلی او آیفون موبایل یې ترې وړی دی.

هغه کابل ټیلیګراف سره د خپل ورو یو انځور هم شریک کړی چې په وینو ککړ دی او روغتون کې د درملنې لاندې دی.

دی وایي، ورور یې نه غوښتل چې خپل موبایل ورکړي او وروسته له هغې غلو پرې چاقوګانو ګوزارونه کړي او همداسې ترې تللي دي.

ځینو رسنیو هم لیکلي چې تېره ورځ د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې يا ارزان قیمت په ۱۲ بلاک کې تېره شپه اته بجې غله په يو کور اوښتي، د کور خاوند او د هغه زوی یې مرګوني وهلي دي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، غلو څلور ساعته د دوی د کور ولکه پخپل لاس کې اخیستې وه او هر څه یې چې وموندل، ټول یې یوړل.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو بریالي نشو.

طالبانو تل په خبرو کې د ټینګ شوي امنیت خبره کوي، خو یادو پېښو ته په کتلو د امنیت په برخه کې مبالغه کیږي او کابل ښاریان اوس هم د امنیت له پلوه اندېښمن دي او وخت نا وخت له امنیتي پېښو سره مخ کیږي.