د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالۍ ته ورسېدې او دغه په سیالیو کې د متحدو ایالتونو ورزشکارانو تر نورو ډېر د سرو زرو، سپینو زرو او ژېړو مډالونه وګټل.
د راپورونو له مخې، د المپیک د نړیوالې کمېټې د درجه بندۍ په اساس، متحدو ایالتونو ۱۲۶ مډالونه ګټلي، چې ۴۰ یې د سرو زرو، ۴۴ یې د سپینو او ۴۲ یې د ژېړو مډالونه دي او امریکا په جدول کې اول مقام ګټلی دی.
د دغو سیالیو وروستۍ لوبې یکشنبه اګست ۱۱ (زمری۲۱) وشوې.
چین په جدول کې دویم دی چې ۴۰ یې د سرو زرو، ۲۷ یې د سپینو او ۲۴ یې د زېړو مډالونه ګټلي. ټول ګټل شوي مډالونه یې ۹۱ کېږي.
جاپان، استرالیا او فرانسه په ترتیب سره په جدول کې درېیم، څلورم او پنځم دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان څخه هم شپږو ورزشکارانو برخه لرله خو یوې هم کوم مډال ونه شو ګټلای.
خو د افغانستان په ګاونډ کې اوزبیکستان اته د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او درې د ژېړو مډالونه وګټل او په جدول کې ۱۳م دی.
ایران هم ۱۲ مډالونه وګټل چې شپږ یې د سرو، درې یې د سپینو او درې نور یې د ژېړو مډالونه دي او په جدوم کې په یوېشتم مقام دی.
پاکستان هم د سرو زور یو مډال ګټلی او په جدول کې ۶۲م مقام لري او تاجیکستان د ژېړو درې مډالونه وګټل او په ۷۲م مقام کې دی.
د پاریس د المپیک په سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه تقریبآ ۱۰۵۰۰ ورزشکارانو برخه لرله، په ۳۲۹ بېلا بېلو لوبو کې یې سیالۍ وکړي او ټول ۱۰۰۰ مډالونه وګټل شول.