د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست یو ځل بیا عصري زدهکړې فرضکفايي وبللې
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا وايي، د عصري علومو زدهکړه د فرض کفايي حیثیت لري.
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا دغه څرګندونې د کابل ښار ۱۷مې ښوونیزې ناحیې اړوند د علامه قاري نېک محمد لېسې ودانۍ د پرانیستې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي: ” د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده کړو هم د فرض کفایي حیثیت لري او لازمه ده، چې د پوهنې وزارت ټول کارکوونکي د هېوادوالو لپاره با کيفيته ښوونيز چوپړونه وړاندې کړي.”
د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د عصري علومو زدهکړو ته د فرضکفايي حیثیت ورکول له دغو زدهکړو د ملاتړ معنی لري خو یو شمېر هېوادوال له دې څرګندونو بل برداشت لري. دوی وايي فرضکفايي دا معنی لري چې یو تن یې وکړي نور یې په نه کولو نه ګنهګاریږي. د دوی په باور ښه به دا وي چې زدهکوونکو ته د عصري علومو پر لا ډېر ارزښت خبرې وکړي.
هاخوا ځینې علماء وايي، د اوسني عصر اړتياوو او غوښتنو ته په کتو دا هم ویل کېدای شي چې زدهکړه تر مباح، فرض کفايي او ورته نورو فقهي نسبتونو ډېرې پورته او اړينې دي او آن کولای شو چې ووايو بيخي فرض عين دي.
د پوهنې وزارت سرپرست تر دې مخکې د عصري زدهکړو په اړه ورته څرګندوې کړې دي. نوموړي اوولس ورځې وړاندې د کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي وو، چې د عصري تعلیم زده کړه کفايي فرض دی او معاصر او دیني علوم دواړه د نننۍ ټولنې اړتیاوې دي.
د نوموړي په خبره: ” افغانان د عصري زده کړو په مرسته کولای شي د پردیو بې پېلوټه الوتکو مخه ونیسي او د افغانستان د هوايي قلمرو ساتنه وکړي.”
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړې وه چې “دوی د افغانستان اسمان ته رسېدلي، بې پیلوټه الوتکې یې زموږ په اسمان کې ګزمې کوي، موږ د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې څه لرو! موږ هیڅ نه لرو!، مګر موږ یې جوړوو، دا زموږ لپاره اړینه ده چې نه یوازې خپل ځان، بلکې د خپل هیواد جغرافیه هم خوندي کړو.”
مولوي حبیب الله اغا ټینګار وکړ: “اسلامي امارت د نویو علومو مخالف سره مخالفت نه لري او په دې برخه کې د لا ډېرو پرمختګونو هلې ځلې کوي.”
خو عام خلک بیا دا د طالب چارواکو دا ډول څرګندونو ته د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په سترګه ګوري.
دوی وايي، د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوند او د دغې ډلې ځینې مشران د نجونو له زده کړو سره مخالف دي خو ځينې مشران یې بیا عصري زده کړې فرض ګڼي چې دا خپله اختلافات څرګندوي.
د چارو کتونکي بيا په دې باور دي چې اکثریت طالبانو نه د نجونو او نه د عصري زده کړو مخالف دي او يوازې د دغې ډلې د مشر په ګډون څو محدود مشران يې د دغه کار مخالفت کوي چې له امله یې په نجونو زده کړې بندې شوې دي.
له دې سره په یو وخت معلومات ښيي، چې په تېرو دریو کلونو کې په ټول هېواد کې څه باندې شل زره دیني مدرسې جوړې شوې او په دې مدرسو کې تر دوو میلیونو ډېر زدهکوونکي ( نجونې او هلکان) په زدهکړو بوخت دي. که څه هم خلک د اسلامي امارت دا اقدام ستايي او وايي چې دیني علوم د مسلمانانو د دواړو جهانونو د پرمختګ وسیله ده خو زیاتوي چې عصري علوم هم د ټولنې اړتیا ده او پاملرنه ورته په کار ده.
د عصري زدهکړو په تړاو د طالبانو د مشرانو دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي، که افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلی ښوونیز بندیز تر ۲۰۳۰ کاله وغځېږي، څه د پاسه ۴ میلیونه ښځې او نجونې به اغېزمنې کړي.
یونسکو په یوه خبرپاڼه کې چې نن ( پنجشنبه د اګسټ ۱۵مه) خپره شوې، ویلي د نجونو او ښځو روزنه ټولنه پیاوړې کوي.