ځانګړي برخهراپورونه

د شاه امان الله خان پر ضد د طالبانو مستند غبرګونونه راپارولي

له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د ګټونکي شاه‌امان الله خان پر ضد په یوه تبلیغاتي دستګاه کې یو مستند جوړ شوی چې تر ډېره پکې د نوموړي د منفي تصویر ښوولو هڅه شوې ده.

په دې مستند کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز رئیس اکاډمیسن دوکتور سید محی الدین هاشمي هڅه کړې چې د امان الله خان منفي تصویر تر خلکو ورسوي خو دا مستند او د امان الله خان په تړاو د محی الدین هاشمي څرګندونې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

سید محی الدین هاشمي د علومو اکاډمۍ له پخوانیو غړو څخه دی، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د اکاډمیسنۍ رتبه هم ورکړل شوې ده.
د ټولنیزو رسنیو یو فعال او سیاسي څېره نجیب ننګیال وايي، چې سيد محی الدين هاشمي په لوی لاس تاریخ مسخه کړی دی.

هغه په دې اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: ” محی الدین هاشمي چې ځان ډاکټر وايي او په علومي اکاډمۍ کې د پښتو څېړنو رئيس دی، په ټوله سپين سترګۍ، په بې نهايت بې شرمانه ډول یې د استخباراتو کامرې ته په مرکه کې تاريخ مسخه کړی او د شاه امان الله خان پر خلاف د پرنګي لارنس کودتا ته یې ملي قيام ويلی او د هغه د نهه کلنو لاسته راوړنو، رفاه، د معارف د ودې، د اساسي قانون، لويو جرګو او مترقي غوښتې هيڅ يادونه یې نه ده کړې.”

د ټولنیزو رسنیو یو فعال او سیاسي څېره نجیب ننګیال

د ټولنیزو رسنیو یو بل کارونکي عمادالدین دوران هم دغه مستند ته غبرګون ښودلی او پر خپله فېسبوک‌پاڼه یې لیکلي: “مجتبی علی په خپل کتاب (In a land far from Home) کې لیکي: امان الله خان د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته نجونې استولې، یوه عمومي غونډه یې رابللې وه، ټول چارواکي او ملکه ثریا هم راغلې وه. د امان الله خان د وینا یوه برخه داسې وه “زه د چادري پلوی نه یم، ځکه خو دغه نجونې له چادري پرته استوم، زه د آزادۍ ملاتړی یم، نو که هره مېرمن غواړي چې کابل کې له چادري پرته وګرځي زه ورسره مرستې ته تیار یم. خو زه دا کار پر هیچا هم په زور او جبر نه کوم، حتی که ملکه (ثریا) غواړي چې چادري پر سر کړي نو زه به پرې اعتراض او نیوکه ونه کړم”

طالبانو د زمري ۲۸مه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو 105 مه کلیزه په داسې حال کې ونمانځله چې د امان الله خان د نوم، نښان او د هغه د عکس یې هېڅ یادونه ونه کړه ان تردې چې د نوموړي پر ضد یې مستند جوړ کړ.

میاشت وړاندې تورخم کې هم د امان الله خان عکس د سیمه ییزو طالبانو لخوا په تور رنګ ولړل شو چې دغه چارې هم د خلکو غبرګونونه راوپارول.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي وو، چې د امان الله خان په اړه بحثونو ته اړتیا نشته.