ځانګړي برخهراپورونه

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د حضور په اړه بحثونه تاوده شوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې حملې تنظیموي خو د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه هېڅ ثبوت او شواهد نه لري.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله شهباز شریف د دې هېواد د کابینې په غونډه کې ویلي چې په پاکستان کې بریدونه دافغانستان په خاوره کې تنظیمیږي، هغه ادعا چې افغان طالبانو په ځلونو رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي: “تروريزم چيرته ځای نه لري، اوس د دې وخت دی چې محوه شي موږ به د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پوځ ته د اړتیا وړ سرچینې برابرې کړو.”
په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزارت وايي، ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان د ننه ځینې سیمې په کنټرول کې لري او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې حملې تنظیموي.
د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان تر دې دمه په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه کوم واضح ثبوت نه دی وړاندې کړی ان یوه بېلګه هم نه لري.
فطرت زیاتوي پاکستان د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان ور اچوي.
نوموړی وايي: ” پاکستان باید په پرلپسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان ونه اچوي، او موږ د پاکستان ادعا په کلکه ردوو، د ټي ټي پي تمول او تجهیز له افغانستانه نه کېږي.”
په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور په اړه دا بحثونه داسې مهال مطرح شول چې پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو زور اخستی او هره ورځ په پاکستان کې ګڼ شمېر حملې او بریدونه کېږي. پاکستان وروسته له هغې په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور اړه خپلې څرګندونې زیاتې کړې چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې یو پاکستاني پلاوي د افغان طالبانو په منځګړیتوب د ټي ټي پي له مشرانو سره په کابل کې ولیدل.
که څه هم د دواړو لورو تر منځ هغه مهال خبرې ناکامه شوې او کومه پایله یې ورنه کړه خو تر دغو خبرو وروسته پاکستاني چارواکو په پرلپسې ډول ادعاوې وکړې چې ګني د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې دي. پر حقانیانو تور دی چې ټي ټي پي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی خو د کندهار ډله له ټي ټي پي سره ډېره دلچسپي نه لري.