ځانګړي برخهسينمامقالې

کندهار ته د هندۍ الوتکې پر راتښتونې د هندۍ سینما نوی او تراژيديک فلم!

د جمعې په ورځ له مسافرينو ډکه الوتکه له نيپال نه نوي ډيلي ته روانه وه چې ترهګرو وتښتوله او په کندهار کې يې راښکته کړه. دا مهال د ۱۹۹۹ کال د ډيسمبر ۲۴مه نېټه وه او په افغانستان کې د طالبانو حکومت و.
په نیټفلیکس کې د کندهار هايجيکټ په نوم نوي سريال په هند کې يوې غمجنې پېښې ته یو ځل بیا د نړۍ پام وراړولی. دا سريال، چې د انوبهو سنها لخوا جوړ شوی، د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه کندهار ته د انډين ايرلاينز د يوې تښتول شوې الوتکې IC 814 د تښتونې پېښه بيانوي.

په ۱۹۹۹ کال کې کندهار ته برمته شوې هندۍ الوتکه او طالب وسله وال


دغه تښتونه چې اووه ورځې یې دوام وکړ، په پای کې د هند حکومت اړ شو چې په افغانستان کې د خپلو یرغمل شويو وګړو د ژغورنې لپاره درې خطرناک پاکستاني‌ ترهګر له بنده خوشي کړي. دا سينمايي هڅه نه یوازې د دغې پېښې ډراماتیکې او زړه راښکونکې صحنې څرګندوي، بلکې د هغو ترهګرو تاريخچه هم روښانه کوي چې وروسته له خوشې کېدو يې په نړيواله ترهګرۍ کې مهم رول ولوباوه.
د IC 814 الوتکې تښتونه یوه له هغو پېښو څخه وه چې د نړیوالې ترهګرۍ او د دولتونو ترمنځ د پټو اړیکو حقیقتونه یې روښانه کړل. په دې پېښه کې هند د خپلو وګړو د ژوند ژغورولو لپاه اړ شو چې درې خطرناک ترهګر، مسعود اظهر، احمدعمرسعید شیخ، او مشتاق احمد زرګر، خوشې کړي تر څو د يرغمل شویو کسانو ژوند وژغوري. د دې ترهګرو خوشې کېدل په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا لپاره یو مهم پړاو و، ځکه چې دوی د خوشې کېدو وروسته په نړیواله کچه ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
په دې منځ کې پاکستاني استخباراتي ادارې (ISI) د دغو ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړ، په ځانګړي ډول د مسعود اظهر او جیش محمد ډلې لپاره یې په افغانستان او پاکستان کې خوندي ځایونه برابر کړل. طالبانو هم په افغانستان کې د دې ډلو ملاتړ کړی و، چې دا یو قوي مثال دی چې څنګه د پاکستان او طالبانو اړیکې د سیمې لپاره یو لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ دا اړیکې په حقیقت کې، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ لپاره یو خوندي ځای رامنځته کړ، چې د نړیوالې ټولنې له خوا په کراتو غندل شوي دي.
د هند دولت هغه مهال د خپلو ۱۷۶ وګړو د ژوند په بدل کې خوشې کړل شوي‌ درې ترهګر څوک وو او له خوشې کیدو ورسته یې کوم ترهګریز بریدونه وکړه په دې راپور کې ورته لنډه کتنه کوو.
مسعود اظهر:

کندهار ته د برمته شوې الوتکې په بدل کې خوشی شوی ترهګر او د جیش محمد وسله والې ډلې بسټګر


لومړی خوشی شوی کس مسعود اظهر چې د ترهګرۍ په انجنیر مشهور و یو پاکستانی تندلاری او د جیش محمد ترهګرې ډلې بنسټ ایښودونکی دی.
مسعود اظهر د IC814 له پیښې مخکې په کشمیر کې په توندلارو فعالیتونو کې دخيل وو او په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د هند په جمووکشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله ونيول شو.
د IC 814 تښتونکو اصلي‌ غوښتنه د مسعود اظهر خوشې کول و چې له سختو خبرو اترو وروسته د هند حکومت اړ شو چې نوموړی خوشی کړي.
مسعو اظهر له خوشې کیدو وروسته پاکستان ته ستون شو او په ترهګريزو فعاليتونو کې لا ډېر فعال شو. هغه په ۲۰۰۰ کال کې د جیش محمد ډله جوړه کړه چې وروسته یې په هند کې خونړي‌ بریدونه وکړه. د دغه بریدو له ډلې په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان او په ۲۰۱۹ کال د هند په پلوامه کې بریدونه یادولی شو چې پکې لسګونه هندي سرتیرو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
احمدعمرسعيد شيخ:

عمر سعيد شيخ تر خوشې کیدو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د یو امریکایي‌ خبریال دانیل پرل له وژنې وروسته د پاکستان پولیسو ونیوه


د IC 814 د مسافرو په بدل کې د بریدګرو دویمه غوښتنه د احمدعمرسعید شیخ خوشې کول وو چې په درواغ جوړولو مشهور دی.
احمد عمر سعيد شيخ، په برتانيا کې زېږېدلی پاکستانی دی، د یو شمېر تندلاري فعاليتونو په کولو کې ښکېل و. هغه ۱۹۹۴ میلادي کال کې حرکت الانصار په نوم ډلې لخوا په هند کې د غربي سیلانیانو د تښتول په پېښه کې د لاس لرو له امله نیول شوی وو.
عمر سعيد شيخ تر خوشې کیدو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د یو امریکایي‌ خبریال دانیل پرل په تښتونه او وژنه یو ځل بیا د رسنیو سرټکی شو.
دانیل پرل یو امریکایي خبریال او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لپاره د سویلي آسیا د دفتر مدیر و. هغه په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او د نړیوالو اړیکو په اړه راپورونه ورکول. دانیل پرل په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه راپور چمتو کولو پر مهال وتښتول شو او وروسته په ډېره وحشیانه توګه په هماغه ښار کې ووژل شو.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سویلي آسیا د دفتر مشر دانیل پرل چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د عمر سعید شیخ لخوا په ۲۰۰۲ کال کې ووژل شو.

د دغه خبریال وژنې نړیوال غبرګونونه راوپارول او د پاکستان حکومت مجبور شو چې عمر سعید ونیسي. که څه هم د پاکستان یوې محکمې په عمر سعید د اعدام حکم کړی و خو نوموړي کلونه د پاکستان په زندان مجلل ژوند وکړ، له هغه ځایه یې په ښکاره ترهګریز فعلیتونه تنظیمول او وروسته په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان حکومت په هغه د اعدام حکم هم لغوه کړ.


مشتاق احمد زرګر

مشتاق احمد زرګر، مشهور په “مشتاق لاترام” د کشمير توندلاری او د ال-عمر مجاهدين ډلې مشر


مشتاق احمد زرګر، چې په “مشتاق لاترام” هم پېژندل کېږي، د کشمير توندلاری او د ال-عمر مجاهدين ډلې مشر دی. هغه د جمووکشمير د بې ثباتۍ په موخه د ترهګریزو فعاليتونو له کبله د هند حکومت لخوا نیول شوی و.
زرګر هم د IC 814 د بریدګرو یو شرط وو او د هند حکومت یې اړ کړ چې د پورته ذکرو شوو دوو ترهګرو ترڅنګ نوموړی هم خوشی کړي.
زرګر له خوشې کېدو وروسته په پاکستان کې خپلو توندلارو فعاليتونو ته دوام ورکړ، او د هند په وړاندې یې بریدونه ترسره کړل. هغه تر اوسه هم د هند د لټولو په نوملړ کې دی او د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه ای اس ای لخوا یې پراخ ملاتړ کیږي‌.
د IC 814 الوتکې تښتونه د هند په تاریخ کې یوه تراژیديکه پېښه ده، دغه برید نه یوازې د يرغمل شويو کسانو د ژوند له کبله، بلکې د دغې پېښې وروسته د پرېکړو اوږد مهاله اغېزو له کبله هم تاریخي ارزښت لري. مسعود اظهر، احمد عمر سعيد شيخ، او مشتاق احمد زرګر وروسته له خوشې کېدو په نړيواله کچه ترهګريزو فعاليتونو کې ښکېل پاتې شول، چې دا چاره د زياتو ترهګریزو بریدونو لامل شو. د نتفلیکس سريال يو ځل بيا د ترهګرۍ د انساني لګښت او د حکومتونو د سختو پرېکړو یادونه کوي.
د IC 814 د کندها ر تښتونه فلم داسې مهال جوړ او خپور شو چې افغانستان یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې دی او داسې ښکاري چې هند دا ځل غوړي د سینما په ژبه نړیوالې ټولنې ته وښيي چې په افغانستان کې د طالبانو یو ځل بیا واکمنیدلو له امله افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ پر ځاله بدلېدونکی دی او هند د داسې ورته پېښو د بیا تکرار ویره لري. د طالبانو د بیا واک ته رسیدو وروسته نړیوال امنیتي وضعیت بیا د جدي ګواښونو سره مخ شوی. هند غواړي د دې فلم له لارې نه یوازې د خپلې تاریخې تراژیدۍ یاد تازه کړي، بلکې نړیواله ټولنه د دې احتمال په اړه هم خبره کړي چې د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو لپاره یو ځل بیا خوندي ځای برابرولی شي.

د پاکستان هوايي‌ شرکت الوتکه د طالبانو تر کانټرول لاندې کابل هوايي‌ ډګر څخه د الوتنې پرمهال


د دې فلم یوه ستره موخه دا هم ده چې نړیوالو ته دا روښانه کړي چې د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه استخباراتي ادارې (ISI) د دغو ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي، او څنګه دغه اړیکې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره لوی ګواښ جوړوي. په ځانګړي توګه د جیش محمد ډلې او د مسعود اظهر ملاتړ په دې برخه کې یوه ښکاره بېلګه ده چې هند یې د دې فلم له لارې نړۍ ته وړاندې کوي، ترڅو د راتلونکي احتمالي خطراتو په وړاندې د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي.