له جرمني افغانستان ته د استول شویو ۲۸ افغانانو نامعلوم برخلیک؛ چارواکي یې په اړه هېڅ نه وای.
له جرمني څخه افغانستان ته ۲۸ تنه رالېږدول شوي افغانان د کابل په هوايي ډګر کې تر ښکته کېدو وروسته تر دې دمه نادرکه دي خو داسې اوازې دي چې ګنې دوی د کورنیو چارو له وزارت سره دي.
کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلومات پر بنسټ، دغه ۲۸ تنه افغانان د کابل په هوايي ډګر کې تر ښکته کېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته انتقال شوي او هلته د جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست په نظارت خونه کې تر څیړنو لاندې دي.
اخوا د دغې ډلې د استخباراتو عمومي ریاست هم لېوالتیا لري چې ددې ۲۸ کسانو څخه څیړنې وکړي.
په همدې حال کې رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د دغو کسانو له کورنیو سره مرکه وکړي او چارواکي هم په دې اړه هېڅ نه وي.
کابل ته د دغو ۲۸ افغان وګړو د لېږد نن درېیمه ورځ ده خو تر اوسه د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د زندانونو چارو سمون اداره بیا وايي، چې دغه زندانیانو په اړه معلومات نه لري.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، د جمعې پر ورځ(اګست ۳۰مه) دغه افغانان له خپل هېواده بهر کړل.
د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ ویلي: “دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې ټول د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ کولو امرونه صادر شوي وو.”
دا په داسې حال کې ده چې جرمني له افغانستان د بندیانو د تبادلې یا انتقال په تړاو کومه هوکړه نه لري.
تازه د اتریش د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هېواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته او په پام کې لري چې په دې برخه کې له جرمني سره په ګډه کار وکړي.
د یورونیوز د راپور له مخې، اتریش له جرمني سره یوځای شوی او وایي چې په پام کې لري چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.