د امریکا پر ستر سوداګريز مرکز د القاعده د برید ۲۳ کاله پوره شول
په داسې حال کې چې په افغانستان کې يو ځل بيا طالبان واکمن دي او له دغه هېواد څخه بهرنيو هېوادونو ته د ترهګريزو بریدونو اندېښنې ډېرې شوي، نن د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا په ستر سوداګريز مرکز باندې د القاعده د برید ۲۳م کال بشپړ شو.
که څه هم طالب چارواکو په ځلونو د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ ته د ګواښونو موجودیت رد کړی او ډاډ يې ورکړی چې له افغانستان څخه به نوره نړۍ نه ګواښل کېږي؛ خو په افغانستان کې د القاعده او ځينو نورو ډلو موجودیت نړۍ لا هم په اندېښنه کې اچولې او د ۱۱ سپټمبر د پېښې په څېر د يوې بلې خونړۍ پېښې ورځې شماري.
د ۲۰۰۱ کال برید
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه، هغه ورځ چې د القاعده شبکې غړو په امریکا کې څلور الوتکې یرغملې او د وسلې په توګه یې خونړي بریدونه پرې وکړل.
برید کوونکو دوه الوتکې په وقفهیې ډول په نیویارک کې د امریکا د نړۍوالې سوداګرۍ له اسمانڅکو برجونو سره وجنګولې.
بریدګرو درېیمه الوتکه په واشنګټن کې د دفاع وزارت له ودانۍ سره ټکر کړه او څلورمه یرغمل شوې الوتکه پنسلوانیا کې کوم هدف ته له رسېدو مخکې په یوه کرونده کې ولوېده.
د القاعده شبکې په دغو ترهګریزو بریدونو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش د بریدونو د څېړنو او له عاملانو سره یې د حساب کتاب ټټر وواهه.
پر امریکا له دغو خونړیو بریدونو نژدې میاشت وروسته متحدهایالتونو پر افغانستان بریدونه پيل کړل، د طالبانو رژیم یې نسکور کړ او د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې یې خپل لسګونه زره سرتیري افغانستان ته ولېږل.
خو پوره شل کاله وروسته له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه ووتل، د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او يو ځل بيا طالبان پر افغانستان واکمن شول، چې بیا يې نړۍ ته د دا ډول بریدونو ډار پيدا کړ.
د ایمن الظواهري وژل کېدل
له افغانستان څخه د دا ډول ګواښونو کچه هغه مهال لوړه شوه چې ۲۰۲۲ کال د جولاي په میاشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو او په افغانستان کې یې د القاعده شبکې موجودیت ثابت کړ.
ایمن الظواهري، چې د سلفي جهادي ډلې القاعدې مشر و، د اسامه بن لادن ځای ناستی و چې نوموړی د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.
د اصف دراني څرګندونې
دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ په ۱۹مه شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په خپلو وروستيو څرګندونو کې خبرداری ورکړی و چې ښايي له افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې په څېر بل برید وشي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د دراني له قوله لیکلي چې د اوکراین او غزې تر جګړې وروسته نړۍوالې ټولنې افغانستان هېر کړی او په دغه هېواد کې اوس مهال ” داعش” یا د اسلامي دولت خراسان څانګه یوه لویه ننگونه ده.
دراني په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې: ” زما په باور د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې بېغوري ښايي افغانستان د سپټمبر له ۱۱مې څخه مخکې حالت ته راوګرځوي چې هغه حالت بیا د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو لامل شو.”
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د هيڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هغه مهال پر خپله اېکسپاڼه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي لیکلي، اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.