راپورونه

په لومړۍ ورځ د ټرمپ اجرایوي فرمانونه؛ د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا له وتلو څخه بیا د کانګرس د یاغیانو تر بخښنې پورې

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

په سپینه مانۍ کې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ د دویمې دورې له بیا پیلیدو څو ساعته وروسته، هغه د اجرایوي فرمانونو په لړ کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا وتل او د کانګرس د یاغیانو د معاف کولو په ګډون بېلابېل فرمانونه لاسلیک کړل.

ځینې هغه مهم فرمانونه چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه لاسلیک کړل، په لاندې ډول دي:

• غیر قانوني کډوالي او له مکسیکو سره په پوله کې د ملي بیړني حالت اعلان

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ یو داسې اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د متحده ایالاتو په سویلي پوله کې ملي بیړنی حالت اعلانوي، چې له مخې به یې له پنټاګون او وسله والو ځواکونو څخه اضافي کسان ځای پرځای شي، څو د پولې دیوال او نورې هڅې بشپړې کړي. دا یوازې د سویلي پولو امنیت باندې تمرکز کوي.

د امریکا ولسمشر د لوړې په مراسمو کې په خپلې وینا کې ویلي وو چې له مکسیکو سره په سویلي پوله کې به ملي اضطراري حالت اعلان کړي او هلته به پوځي ځواکونه واستوي. هغه ویلي یوه داسې پالیسي به بیا پیل کړي چې پناه غوښتونکي دې ته اړ باسي څو د خپلو محاکمه کېدو تر وخت پورې په مکسیکو کې پاتې شي، او دا ټول هغه مقدمه ده چې هغه د میلیونونو کډوالو د شړلو لپاره د بې ساري عملیاتو په توګه تشریح کړل.

• د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د امریکا پر کانګرس د برید په قضیه کې د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو لپاره بخښنه

په دې ورځ، ټرمپ د بخښنې د حکم په صادرولو سره، شاوخوا 1500 خپل ملاتړي معاف کړل چې د 2021 کال د جنورۍ په 6 پر کانګریس په برید کې د ګډون لپاره نیول شوي او محکوم شوي وو.

• د تروریزم د تمویل کوونکو لیست ته د کیوبا بیرته راګرځېدل

ټرمپ په همدې ورځ د بایډن د ادارې هغه پرېکړه هم لغوه کړه چې له مخې یې د کیوبا نوم د هغو هېوادونو له لېست څخه وایستل شو چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

• د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور د اسرائیلي ښارګوټه مېشتو په وړاندې د امریکا د بندیزونو لغوه کول

د امریکا ولسمشر همدارنګه د بایډن د ادارې د هغو افراطي اسرائیلي ښارګوټه مېشتو پر وړاندې بندیزونه لیرل کړل چې چې په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی کړی وو.

• د پاریس له اقلیمي تړون څخه د متحده ایالاتو وتل

“ډونالډ ټرمپ” د امریکا د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ کاري ورځ کې، د پاریس له اقلیمي تاریخي تړون څخه د دغه هېواد د بیا وتلو اجرایوي حکم صادر کړ؛ دا اقدام له نړیوالې تودوخې سره د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو لپاره یو ګوزار دی او واشنګټن نور له خپلو نږدې متحدینو څخه لرې کوي.

• د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وتل

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د یوه اجرایي حکم په لاسلیکولو سره، د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د دغه هېواد د وتل هم اعلان کړل.

• د جو بایډن دورې د ۷۸اجرایوي فرمانونو، کړنو او امرونو د لغوه کولو امر

ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د جوبایډن ادارې اړوند د ۷۸ اجرایوي فرمانونو، د ولسمشرۍ یادداشتونو او اړوندو کړنو د لغوه کولو اجراییوي فرمان هم صادر کړ.

• د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه پر مکسیکو او کاناډا باندې د تعرفې پلي کول

د امریکا نوي ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ چې هغه به د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه پر مکسیکو او کاناډا باندې تعرفې وضع کړي. په همدې تړاو د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل چې د دغو دوو هېوادونو پر وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفو د لګولو په فکر کې دی.

له ټرمپ څخه د چین د تعرفو په اړه هم پوښتنه وشوه، هغه په ​​ځواب کې وویل: هغه تعرفې چې هغه د خپل لومړي ولسمشرۍ په وخت کې پر چین لګولې وې، اوس هم پرخپل ځای دي.