افغانستانخبرونه

طالبانو تورخم کې راستنېدونکو کډوالو لپاره پنځه مخابراتي شبکې فعالې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د د طالبانو د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د ننګرهار تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مخابراتي چوپړتیا او د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو په موخه د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوي.

الکوزي زیاته کړې چې په دغو استازوليو کې هرې راستنې شوې افغانې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه ورکوي چې یو جي بي انټرنټ او زر وړیا دقیقې هم لري.

په پام کې ده چې دغه سیمکارټونه به راتلونکو ۴ میاشتو پورې فعال وي.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلام‌اباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او له هغه راهيسې شاوخوا زر کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.