کابل ټیلیګراف
خوست کې د خاورو ښوېدنه؛ دوو کسان مړه شوي دي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
خوست کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې دوه کسان تر خاور لاندې شوي او مړه شوي دي
خوستښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې دوه کسان تر خاورو لاندې شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
د خوست امنیه قوماندانۍ وایي چې دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د کوچکانو په سيمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې يادو کسانو خاوره وړه چې پاڼ پرې رانړېدلی او دواړه مړه شوي دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، طالبان ژر د پېښې ځای ته رسېدلي او مړي یې له خاورو تر راایستلو وروسته د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.