کابل ټیلیګراف
د ایران او امریکا د پنځم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل

کابل ټیلیګراف – ۳ ثور ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران او امریکا ترمنځ پینځم پړاو مذاکرات تېره ورځ (جمعه، د غبرګولي ۲مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.
د عمان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د مذکراتو دغه پړاو وروستیو پایلو ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلی دی.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، اټومي مذاکرات عاقلانه دوام لري، چې همدا د پرمختګ نښه ده.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه مذاکرات په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه شوي او له دوو ساعتونو څخه زیات دوام یې کړی دی.