راپورونه

روانۍ اوونۍ امریکا اسرائیلو ته ۳ زره بېلابېل ډوله بمونه سپارلي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو رسنیو اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې، متحده ایالاتو اسرائیلو ته لږ تر لږه درې زره بېلابېل ډوله بمونه سپارلي دي. 

لږ تر لږه شپږ الوتکې چې د MK اتیا ډوله بمونه، خوشه يي بمونه او ګڼ نور ډولونه وژونکي وسلې یې لېږدولې، د نواتیم په هوايي اډه کې کیناستې.

په دې اړه، د انصارالله غورځنګ د رسنیو دفتر مرستیال، د امریکا له لوري اسرائیلو ته د لسګونو ټنو جنګي وسایلو د لېږد په غبرګون کې ویلي چې دا کار هغه کسان کوي چې د مقاومت د وسلو د راټولولو غوښتنه کوي. 

نصرالدین عامر ټینګار کړی چې امریکایان قرباني بې وسلې کوي او قاتل وسله وال کوي. 

په ورته وخت کې، پرون د فلسطین ملي او اسلامي ځواکونو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه طرح رد کړه چې د مقاومت د وسلو راټولول یې د اوربند د شرایطو له جملې څخه بللي وو. 

حماس غورځنګ هم ویلي چې هېڅ موافقه به د غزې په جګړه او هلته د نسل وژنې د پای ته رسېدو لپاره د ریښتیني تضمین پرته د دوی له لوري ونه منل شي. 

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د جنایاتو په دوام، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي چې د غزې ۷۰ سلنه خاوره د اسرائیلو له لوري د اجباري تخلیې امر ترلاسه کړی دی. 

هغه ټینګار کړی چې غزې ته د مرستو لېږد لا هم درېدلی دی او دا کار به په غزه کې یوه نوې بشري ناورین رامنځته کړي. 

په ورته وخت کې اسرائیلو نن سهار (چهارشنبه) راهیسې د غزې بېلابېلې سیمې، په ځانګړې توګه د دې ښار ختیځ، څو ځله په پرله پسې بریدونو بمبار کړی چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه اسرائیلي سرتېرې د جګړې د درېدو او د حماس غورځنګ سره د موافقې غوښتنه کوي.