د طالبانو امر بالمعروف قانون دیارلسمه ماده، او پرې نقد
لیکوال: شیخ عبدالولي
اِنْ اُرِیْدُ اِلَّا الْاِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُؕ-وَ مَا تَوْفِیْقِیْۤ اِلَّا بِاللّٰهِؕ-عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَ اِلَیْهِ اُنِیْبُ.
الله تعالی ګواه دی چې زما يوازې اصلاح مقصود ده، له ما څخه لوی او ستر بحور ديني علماء په دغه صف کې شته خو چې دوی ولې دې خبرو ته سوچ نهٔ کوي او په اصلاح کې يې کوښښ نهٔ کوي؟!
د امر بالمعروف د قانون د ديارلسمې مادې درېيمه فقره کې ليکي:
((د ښځو غږ (سندرې، نعتونه، او قرائت په مجمع کې په زوره ويل) عورت دی.))
يعني دوی وايي چې د ښځو غږ عورت دی، په برېکټ کې يې توضيح لپاره سندرې او نعتونه ذکر کړي دي، د برېکټ قانون دا دی چې دا په اصل جمله کې نهٔ حسابېږي او له دغو پرته هم جمله معتبره وي، ځکه نو بايد د مبتدا او خبر په لحاظ سره صحيح هم وي.
علامه زحيلي رحمه الله په الفقه الإسلامي کې د احنافو مذهب داسې بيانوي:
والصوت على الراجح ليس بعورة. د راجح قول مطابق د ښځې غږ عورت نهٔ دی.
(1/ 665)
علامه زحيلي د صوت المرأة عنوان ليکي:
صوت المرأة: صوت المرأة عند الجمهور ليس بعورة؛ لأن الصحابة كانوا يستمعون إلى نساء النبي صلّى الله عليه وسلم لمعرفة أحكام الدين، لكن يحرم سماع صوتها بالتطريب والتنغيم ولو بتلاوة القرآن، بسبب خوف الفتنة.
د ښځې غږ د جُمهورو علماوو په نزد عورت نهٔ دی، ځکه چې صحابه کرامو به د نبي صلی الله علیه وسلم ښځو ته د دين د احکامو د پېژندنې لپاره غوږ نيوهٔ.
هو، د هغې غږ چې په تطريب او نغمه انګېزۍ سره وي اګر که د قرآن تلاوت هم وي اورېدل يې حرام دي. (دا هم د سړيو لپاره حکم دی، د ښځو لپاره داسې حکم نشته چې هغوی دې مثلًا قرآن مجيد په خوږ غږ سره نهٔ تلاوت کوي)
وعبارة الحنفية: الراجح أن صوت المرأة ليس بعورة.
او د احنافو عبارت په دې اړه داسې دی: راجحه خبره همدا ده چې د ښځې غږ عورت يا ستر نهٔ دی. (الفقه الإسلامي و أدلته: 1/ 665)
همدارنګه علامه ابن نُجَيم حنفي د کنز په شرح کې ليکي:
وَفِي شَرْحِ الْمُنْيَةِ الْأَشْبَهُ أَنَّ صَوْتَهَا لَيْسَ بِعَوْرَةٍ.
د منيې په شرح کې راغلي دي چې بادليله خبره همدا ده چې د ښځې غږ عورت نهٔ دی. (البحر الرائق: 3/66)
علامه قدوري په خپل کتاب التجريد کې وايي:
– قال أصحابنا [رحمهم الله]: يجوز حكم المرأة فيما تقبل شهادتها فيه.
زموږ عالمانو ويلي دي چې د ښځې فيصله او قضا په هغه څه کې جايز ده چې په هغهٔ کې د هغې ګواهي قبلېږي.
د شوافعو له خوا پرې اعتراض شوی دی چې کله ښځه د جماعت په لمانځه کې له سبحان الله ويلو څخه منع شوې ده، نو له قضا څخه بالأولی منع ده.
د دغې اعتراض په جواب کې علامه قدوري وايي:
قلنا: الخبر دل على أن الأولى لها التصفيق. موږ وايو چې دغه حديث پر دې دلالت کوي چې د ښځو لپاره په لمانځه کې تصفيق (د لاس پړکول) اولی دي، همدارنګه که قضاء ونکړي دا هم د هغو لپاره اولی دي. (التجريد للقدوري: 12/ 6533)
بله خبره دا ده چې دغه مسله يوازې په لمانځه پورې خاص ده، ګنې د صحابياتو خبرې اترې له اجنبي صحابه کرامو سره په بېلا بېلو موضوعاتو ثابتې دي او د حديثو کتابونه له دغه ډول دلايلو ډک دي.
ام المومنين عايشې رضي الله عنها او همدارنګه د نورو محترمو بيبيانو حديثي روايتونه اجنبي سړيو هم بيان کړي دي هغه چې له دغو محترمو بيبيانو څخه يې اورېدلي وو، بيا د مثال په طور عَمره بنت عبد الرحمن او مُعاذه عدويه له عايشې رضي الله عنها څخه روايت کوونکې دوه مشهورې راويانې دي او بيا له دغو څخه تابعينو د حديث روايت کړی دی، لکه عاصم احول، يزيد الرشک، اسحاق بن سويد، زهري، يحيی بن سعيد او داسې نور او دغه روايان د بخاري شريف او مسلم شريف ثقه راويان دي.
نو ايا دغو مبارکو بيبيانو په اشارو سره دوی ته حديثونه بيانول او که کومه بله طريقه وه!
قانونچيانو يوه بله نادره کړې ده او هغه دا چې د دغه فقرې په ليکلو کې يې هېڅ تخصيص او تقييد نهٔ دی کړی چې ښځه د سړيو په مجمع کې سندرې، نعت او تلاوت نشي کولای او د ښځو په مجمع کې يې کولای شي!
يعني د دوی په نزد ښځه نهٔ خو د ښځو په مجمع کې په جهر سره تلاوت کولای شي او نهٔ د سړيو په مجلس کې.
حال دا چې په هېڅ يو حديث کې دا نهٔ دي راغلي چې ښځې به په جهر سره يا په خوږ غږ تلاوت نهٔ کوي.
د ښځو د امامت په اړه چې نورو ښځو ته امامت ورکوي؛ دا د جُمهورو علماوو: احنافو (تبيين الحقائق للزيلعي، مع حاشية الشلبي: (1/135، فتح القدير للكمال ابن الهمام: (1/353). (ابتدا کې ځينې حنفي علماءو د ښځو امامت ښځو ته جائز مع الکراهت مانه خو په وروسته وخت کې جمهور احناف بې له کراهته د ښځو پر امامت و ښځو ته قائل دي. علامه عبد الحيي لکنوي رحمه الله او بل ستر محدث او فقيه علامه عيني( مړ 855 هجري) رحمه الله بې له کراهته د جواز قائل دي، علامه عیني چې د صحیح البخاري شريف شارح دی او د عمدة القاري په نوم ضحيمه شرح لري او همدارنګه په البنايه شرح الهدايه کې په تفصيل سره دا مسئله ثابته کړې ده)
شوافعو (المجموع للنووي: (4/199)، أسنى المطالب لزكريا الأنصاري: (1/209 او حنبليانو (الإنصاف للمرداوي: (2/187)، المغني لابن قدامة: (2/148،149)، شرح الزركشي على مختصر الخرقي: (2/98)، الشرح الممتع لابن عثيمين: (4/275مذهب دی او دا په سلفو کې د یو جماعت هم قول دی.
ابن المنذر وايي: وقد اختَلف أهل العلم في هذا الباب؛ فرأتْ طائفة أنْ تؤمَّ المرأةُ النساء، رُوينا ذلك عن عائشة، وأمِّ سلمةَ أُمَّيَ المؤمنين… عن عائشة، وكان، عندها نِسوة من أهل العراق فحضرتِ الصلاةُ فأمَّتهنَّ وسْطَ الصفِّ، وذلك في العصر، وبه قال عطاء، وسفيان الثوري، والأوزاعي، والشافعي، وأحمد، وإسحاق، وأبو ثور) ((الأوسط)) (4/258).
بلکې ځينو ویلي دي چې پر دې باندې اجماع راغلې ده. ابن حزم وايي:
(وقال الأوزاعي، وسفيان الثوري، وأحمد بن حنبل، وإسحاق بن راهويه، وأبو ثور: يستحبُّ أن تؤمَّ المرأة النساء، وتقوم وسْطهُنَّ، قال علي: ما نعلم لمنعها من التقدُّم حُجةَّ أصلًا، وحُكمها عندنا التقدُّم أمام النساء، وما نعلم لِمَن منَع من إمامتها النساء حُجَّة أصلًا. لا سيَّما وهو قول جماعة من الصحابة كما أوردنا، لا مخالفَ لهم يُعرف من الصحابة رضي الله عنهم) ((المحلى)) (3/137).
پر دې باندې دلائل له سنت ځنې د ام ورقه بنت نوفل رضي الله عنها حديث دی، هغه وايي: أنَّ رسولَ الله صلَّى اللهُ عليه وسلَّم كان يَزورُها في بيتِها، وجعَل لها مؤذِّنًا يؤذِّنُ لها، وأمَرَها أن تؤمَّ أهلَ دارِها.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغې کور ته راتللو او د هغې لپاره يې يو موذن مقرر کړی و او دې ته يې امر کړی و چې د خپلې محلې يا کور ښځو ته امامت ورکوه.
(سنن أبي داود (592)، وأحمد (27324)، وابن خزيمة (1676)، و ابن القيِّم في ((إعلام الموقعين)) (2/274)
همدارنګه په دې اړه د صحابياتو امهات المومنين آثار هم راغلي دي:
له عائشې ام المومنين څخه روایت دی: أنَّها أمَّتِ النِّساءَ في صلاةِ المغربِ، فقامتْ وسْطهنَّ، وجهرتْ بالقراءةِ) هغې د ماښام د لمانځه امامت ورکړ او د هغوی په مينځ کې ودرېده او قرائت يې هم په جهر سره وکړ. المحلى لابن حزم: (4/219) صحَّح إسنادَه ابنُ الملقِّن في خلاصة البدر المنير: (1/198). (7
له حُجَيرةَ بنتِ حُصَينٍ رحمها الله څخه روايت دی چې:
أمَّتْنا أمُّ سَلمةَ أمُّ المؤمنينَ في صلاةِ العصرِ، وقامتْ بَيننا.
موږ ته ام سلمې ام المومنين رضي الله عنها د مازديګر د لمانځه امامت راکړ او هغه زموږ په منځ کې ولاړه وه.
(مصنف عبد الرزاق: 5082)، الطبقات الكبرى لابن سعد: (10966)، والدارقطني (1/405). صحَّح إسنادَه النوويُّ في ((المجموع)) (4/199)، وقال البُوصِيريُّ في ((إتحاف الخيرة المهرة)) (2/96): له شاهدٌ موقوف.
خلاصه دا ده چې د ښځو امامت و ښځو ته جائز دی، حرج په کې نشته.
نو چې ښځه امامه شي، هغه به په جهري لمونځونو کې په جهر سره قرائت کوي او په خفيه لمونځونو کې به هم تکبيرونه او نور کلمات په جهر سره وايي.
دوی چې د الموسوعة الفقهية کومه حواله راوړې ده، نو په هغې سره د دوی استدلال هم ناسم دی، ځکه چې هلته د غږ د ډېر لوړولو نفي شوې ده، د مطلق جهر نفي نهٔ ده شوې، بله دا چې په هغه عبارت کې خبره د لمانځه په حالت کې د تصفيق کولو (لاسونو پړکولو) ده.
لا ترفع صوتها بالقراءة والتّسبيح ، لأنّ مبنى حال النّساء على السّتر ، ولا يطلب منها الدّرء به لقوله صلى الله عليه وسلم : « والتّصفيقُ للنّساء » وقوله : « ولْيصفّق النّساء » وهذا هو المسنون عند الحنفيّة. (الموسوعة الفقهية الكويتية: 13/75)
پاتې شوه دا خبره چې ښځې په جهر سره يا په لوړ غږ تلاوت کولای شي او که نهٔ، نو په دې اړه دغه جزئيه کافي نهٔ ده، بلکې نورو دلايلو ته به رجوع کولی شي.
بره ذکر شوی عبارت دوی له الموسوعة څخه رانقل کړی دی، بناءً موږ هم له همدغې موسوعې څخه په دې اړه دا عنوان راخلو:
اسْتِمَاعُ صَوْتِ الْمَرْأَةِ :
15 – إِذَا كَانَ مَبْعَثُ الأْصْوَاتِ هُوَ الإْنْسَانُ ، فَإِنَّ هَذَا الصَّوْتَ إمَّا أَنْ يَكُونَ غَيْرَ مَوْزُونٍ وَلاَ مُطْرِبٍ ، أَوْ يَكُونُ مُطْرِبًا .
فَإِنْ كَانَ الصَّوْتُ غَيْرَ مُطْرِبٍ ، فَإِمَّا أَنْ يَكُونَ صَوْتَ رَجُلٍ أَوْ صَوْتَ امْرَأَةٍ ، فَإِنْ كَانَ صَوْتَ رَجُلٍ : فَلاَ قَائِل بِتَحْرِيمِ اسْتِمَاعِهِ . أَمَّا إنْ كَانَ صَوْتَ امْرَأَةٍ ، فَإِنْ كَانَ السَّامِعُ يَتَلَذَّذُ بِهِ ، أَوْ خَافَ عَلَى نَفْسِهِ فِتْنَةً حَرُمَ عَلَيْهِ اسْتِمَاعُهُ ، وَإِلاَّ فَلاَ يَحْرُمُ.
(حاشية قليوبي 3 / 208 طبع مصطفى الحلبي ، وحاشية الدسوقي 1 / 195 ، وإحياء علوم الدين 2 / 281 ، وحاشية ابن عابدين 1 / 271 ، 5 / 236 . الموسوعة الفقهية الكويتية: 4/ 90)
که د ښځې عام عادي غږ وي، نو که اورېدونکی په دغه ډول غږ سره خوند او لذت حاصلوي يا پر ځان يې د فتنې وېره وي، نو د دهٔ لپاره يې اورېدل حرام دي (بندېز پر سړي دی، نهٔ پر ښځو) او که دغه ډول کيفيت نهٔ وي، نو بيا ورته د ښځې دغه ډول غږ اورېدل حرام نهٔ دي.
د ښځو د تلاوت د اورېدو په اړه د سعودي عرب د اللجنة الدائمة للإفتاء په فتوان نمبر: (3863) کې راغلي دي:
” ما حكم سماع قراءة المرأة في المسجل؟
له کېسټ څخه د ښځې تلاوت اورېدل څنګه دي؟
دوی ورته په جواب کې وايي:
يجوز سماعها للنساء، ويجوز للرجال إذا لم يترتب عليه فتنة.
د ښځو لپاره يې اورېدل جايز دي او د سړيو لپاره يې هم اورېدل جايز دي که څه فتنه پرې نهٔ مرتب کېدله.
د مصر دار الافتاء هم دغه ډول فتوا جاري کړې ده، هغوی وايي:
صوت المرأة بمجرده ليس بعورة، ومجرد قراءتها القرآن بصوت مسموع أمام الرجال الأجانب جائزة؛ لأنها من جنس الكلام، وقد دلَّ على هذا عدد من النصوص الشرعية، منها، ما ورد عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه أنه قال: “قالت النساء للنبي صلى الله عليه وآله وسلم: غَلَبَنا عليك الرجال، فاجعل لنا يومًا من نفسك، فوعدهن يومًا، لقيهن فيه، فوعظهن وأمرهن…” الحديث رواه البخاري. ووجه الدلالة: أن صوت المرأة لو كان عورة ما سمعه النبي صلى الله عليه وآله وسلم، وما أقر أصحابَه على سماعه.
وأما الممنوع أداءً واستماعًا هو القراءة المصحوبة بما لا يراعى فيه حق القرآن من التلاوة المستوفية لحق المعنى بلا ابتذال؛ لأنه قد يكون حينئذٍ من باب الخضوع بالقول، المنهي عنه في قوله تعالى: ﴿فلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا﴾ [الأحزاب: 32].
قانونچيانو په دې اړه د رد المحتار يو عبارت راوړی دی چې د ښځې غږ عورت يا ستر دی خو حال دا دی چې په څلورو مذاهبو کې معتبره او کره خبره همدا ده چې د ښځې غږ يا اواز عورت نۀ دی، ځکه چې د قرآن او سنت نصوصو پر همدې خبره دلالت کوي، الله تعالی په قرآن مجيد کې امهات المومنين ته په خطاب کې فرمايي: وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا. او تاسو (چې له پرديو سړيو سره) خبرې کوئ د دستور او معروفې طريقې مطابق. (الأحزاب :33/ 32)
همدارنګه په قرآن مجيد کې د موسی عليه السلام کيسه راغلې ده چې په مدين کې يې له دوه پېغلو نجونو سره خبرې کړي او هغوی هم له دهٔ سره خبرې کړې دي، لکه الله تعالی فرمايي: وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ .
او کله چې د مدین اوبو ته ورسېد، نو د هغه (کوهي) په خوا کې يې د خلقو یوه ډله يې وليدله چې خپل څاروي يې اوبه کول او له هغو (خلقو) څخه يې رابېرته دوه ښځې وليدلې چې خپل څاروي يې رامنع کول، ويې ويل: ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: موږ (څارویو ته) اوبه نهٔ ورکوو تر هغه پورې چې دغه شپانه بېرته (سره له مالونو) لاړ شي او زموږ پلار عمر خوړلى بوډا دى.
فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا.
نو په دغو دواړو (جينکو) کې یوه دهٔ ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ کاوه، ويې ويل: بېشکه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته حق درکړي د هغه عمل چې تا زموږ څاروي اوبه کړل. (القصص: 28/ 23-25)
همداراز په قرآن مجيد کې د يوې بلې ښځې کيسه راغلې ده چې خاوند يې ورسره ظهار کړی و او هغه نبي صلی الله علیه و سلم ته راغله او په دې اړه يې خبرې وکړې: قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا.
یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند باره کې بحث (او سوال و جواب) کاوه او الله ته يې شکایت کاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده. (المجادله: 58/ 1)
نبي صلی الله علیه و سلم په خپل کور کې د جونو رزمي سندرې اورېدلې دي لکه د بخاري شريف روايت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم د دوه انصاري جينکو رزمي سندرې د اختر په ورځ اورېدلې دي، ام المومنين عايشه رضي الله عنها وايي:
دَخَلَ أَبُو بَكْرٍ وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ مِنْ جَوَارِي الْأَنْصَارِ تُغَنِّيَانِ بِمَا تَقَاوَلَتْ الْأَنْصَارُ يَوْمَ بُعَاثَ قَالَتْ وَلَيْسَتَا بِمُغَنِّيَتَيْنِ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ أَمَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ فِي بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَذَلِكَ فِي يَوْمِ عِيدٍ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا أَبَا بَكْرٍ إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا. صحيح البخاري: 952، وصحيح مسلم: 892)
بل روايت کې راځي چې يوې تورې جينۍ يا وينځې هم د نبي صلی الله علیه وسلم په وړاندې تنبل غږولې او سندرې يې ويلې دي او نهٔ يوازې دا چې نبي صلی الله علیه وسلم اورېدلې دي بلکې ابو بکر، علي او عثمان رضي الله عنهم هم اورېدلې دي، په ترمذي شريف کې حديث دی: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْضِ مَغَازِيهِ فَلَمَّا انْصَرَفَ جَاءَتْ جَارِيَةٌ سَوْدَاءُ فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي كُنْتُ نَذَرْتُ إِنْ رَدَّكَ اللَّهُ سَالِمًا أَنْ أَضْرِبَ بَيْنَ يَدَيْكَ بِالدُّفِّ وَأَتَغَنَّى فَقَالَ لَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنْ كُنْتِ نَذَرْتِ فَاضْرِبِي وَإِلَّا فَلَا فَجَعَلَتْ تَضْرِبُ فَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ وَهِيَ تَضْرِبُ ثُمَّ دَخَلَ عَلِيٌّ وَهِيَ تَضْرِبُ ثُمَّ دَخَلَ عُثْمَانُ وَهِيَ تَضْرِبُ (جامع الترمذي: 3690، و إرواء الغليل: 214)
نو له دغو نصوصو څخه ثابتېږي چې ښځه که نعت او شعر وايي او غير محارم يې اوري نو جواز يې واضح دی، البته د شعر او کلام له شريعت سره برابر کېدل ضرور دي.
قانونچيانو د رد المحتار شامي يو عبارت راخيستی دی:
وَتَقَدَّمَ فِي شُرُوطِ الصَّلَاةِ أَنَّ صَوْتَ الْمَرْأَةِ عَوْرَةٌ عَلَى الرَّاجِحِ وَمَرَّ الْكَلَامُ فِيهِ فَرَاجِعْهُ. يعني د لمانځه د شرطونو په بيان کې دا خبره تېره شوې ده چې د راجح قول مطابق د ښځې غږ عورت دی. (رد المحتار: 26/ 396 )
خو کله چې د شروط الصلاة دغه مبحث وکتل شي، نو په هغه مبحث کې علامه ابن عابدين دې خبرې ترجيح ورکړې وي چې د ښځې عامې خبرې اترې او غږ عورت نۀ دی او له پرديو سړيو سره خبرې اترې کولای شي، هو، له اجنبي سره په داسې انداز کې خبرې کول چې زړه راښکونکې وي او مريض القلب شخص پکې د غلطۍ او ناسمې طمع ښکار کېدای شي، نو داسې غږ يې بيا عورت دی.
علامه ابن عابدين حنفي په شروط الصلاة کې وايي:
“قوله: (وصوتها) معطوف على المستثنى يعني أنه ليس بعورة…
د ماتن دا قول او د هغې غږ ، دا پر مستثنا عطف دی، يعني د ښځې غږ عورت نۀ دی.
هغه مستثنا د ښځې مخ او لاسونه دي، يعني هغه هم عورت نۀ دي او غږ يې هم عورت يا ستر نۀ دی. بيا علامه شامي ورپسې د علامه مقدسي په حوالې سره د ابو العباس قرطبي قول رانقل کړی دی، هغه وايي:
وَلَا يَظُنُّ مَنْ لَا فِطْنَةَ عِنْدَهُ أَنَّا إذَا قُلْنَا صَوْتُ الْمَرْأَةِ عَوْرَةٌ أَنَّا نُرِيدُ بِذَلِكَ كَلَامَهَا ، لِأَنَّ ذَلِكَ لَيْسَ بِصَحِيحٍ ، فَإِذًا نُجِيزُ الْكَلَامَ مَعَ النِّسَاءِ لِلْأَجَانِبِ وَمُحَاوَرَتِهِنَّ عِنْدَ الْحَاجَةِ إلَى ذَلِكَ. هغه کس چې له هوښيارتيا بې برخې وي هغه دې دا ګمان نۀ کوي چې کله موږ ووايو: د ښځې غږ عورت دی؛ چې موږ په دې سره د هغې کلام او خبرې اترې مراد اخلو، ځکه چې دغه خبره صحيح نهٔ ده، موږ خو له ښځو سره د پرديو سړيو خبرو اترو او محاورې او کلام ته جايز وايو، کله چې ورته حاجت وي. (رد المحتار: 3/ 255)
علامه ابن نجيم هم په البحر الرائق کې وايي:
وَفِي شَرْحِ الْمُنْيَةِ الْأَشْبَهُ أَنَّ صَوْتَهَا لَيْسَ بِعَوْرَةٍ. د منيې په شرح کې هم راغلي دي چې پخه خبره همدا ده چې د ښځې غږ عورت نهٔ دی. (البحر الرائق: 3/66)