لوبې
د امریکا کرکټ بورډ د دولت احمدزي کارونه ستایلي دي
د امریکا کرکټ بورډ په یوې رسمي غونډه کې د کالیفورنیا په ایالت کې د افغانستان د ملي لوبډلې «پخواني روزونکي دولت احمدزي فعالیتونه» وستایل.
د راپورنو له مخې د دولت تر روزنې لاندې لوبډلې په کالیفورنیا کې «د ۱۵ کلنو لوبډلو سیالیو اتلولي» وګټله او د امریکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د «غوراوي په بهیر کې د ده یو شمېر روزل شوي لوبغاړي غوره» شوي دي.
دې غونډې کې نور خلک او نورې لوبډلې هم غوښتل شوې وو.