د بشر حقونو څخه د سرغړونو دوام؛ تخار کې يوه ښځه د طالبانو د وهلو ټکولو له امله مړه شوه
راپورونه وايي، د تخار په درقد ولسوالۍ کې يوه ښځه چې دوه ورځې وړاندې طالبانو وهلې ټکولې وه، په روغتون کې يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
دغه مېرمن ۵۵ کلنه وه، ګل بي بي نومېده او د ځمکې پر سر د جنجال له مله په تخار ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ پوليسو وهلې ټکولې وه.
په هغه ويډيو کې چې پرون د یکشنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه، د کندز د يو ځايي روغتون مخې ته څو ښځې ولاړې دي او د يوې ښځې جسد يې مخې ته پروت دی.
ولاړې ښځې وايي، دا ګل بي بي ده چې دوه ورځې وړاندې د پوليسو لخوا وهل شوې وه او نن (یکشنبه) مړه شوه. يوه ښځه وايي، دوه ورځې وړاندې پولیسو دا وهله او ورته يې ويل چې له خپله ځايه پورته شه، خو هغه نه شوه پورته کېدلی.
د معلوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ کې د دغې وژل شوې مېرمنې په ګډون يو شمېر ښځې د طالبانو ځايي امنيه قوماندانۍ ته د ځمکې د جنجال پر سر ور وړل شوې وې او بیا وهل ټکول شوې وې.
ويل کېږي چې درقد ولسوالۍ کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ يو ځايي غاصب او زورواکی سره لاس يو کړی او د دغو ښځو ځمکه يې غصب کوله چې ښځو ورسره مقاومت کړی دی خو پوليسو ښځې قوماندانۍ ته وړې دي او هلته يې وهلې ټکولې دي.
يوې ځايي سرچینې کابل ټلیګراف ته وويل چې دغه مېرمن د نورو مېرمنو په پرتله زياته وهل ټکول شوې وه، لومړی د درقد ځايي روغتون، بیا د تخار مرکز اړوند د تالقانو روغتون ته لېږدول شوې وه، چې هلته يې هم درملنه نه وه شوې او د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوې وه.
یادې مېرمنې د ۲۴ ساعته کوما وروسته د یکشنبې په شپه د کندوز په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د وژل شوې مېرمنې جسد د هغې د کورنۍ او اولادونو لخوا بېرته خپلې ولسوالۍ درقد ته لېږدول شوی او هلته خاورو ته سپارل شوې ده.
د طالبانو رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون او نظر نه دی څرګند کړی.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بشري سرغړونو زیاتوالی
د روداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څار يو بنسټ ويلي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو سرغړونې ډېرې شوې دي.
د ياد بنسټ په يو راپور کې چې په اګسټ میاشت کې يې خپور کړی راغلي چې ددغه بنسټ خپل راپور د څارنې پوښتنپاڼو بشپړولو او په مستقيم ډول د قربانیانو او عیني شاهدانو په ګډون د سیمه ییزو سرچینو څخه د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس ترتیب کړی دی.
د روداري بنسټ ويلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې که څه هم ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې شوي خو د بشري حقونو بېلابېلې سرغړونې، خپلسري او غیر قانوني نيونې، شکنجې چې د وژل کېدو لامل ګرځي، اجباري ورکېدنې او ظالمانه او غیر انساني سزاګانې ډېرې شوې دي.
د روداري بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو له خوا د افغانستان په نهو ولایتونو کې لږترلږه د ۳۶ کسانو د جبري تري تم کیدو پیښې ثبت کړي دي.
د روداري بنسټ ویلي چې طالبانو د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د دغه کال د جون تر میاشتې د ۳۳ ښځو په ګډون ۶۱۴ تنه په خپلسر او غیر قانوني ډول نیولي او زندان کې اچولي دي. دغه بنسټ ویلي په دې شمیر کې ۶۴ کسان د پخواني رژیم کارکوونکي وو.
د بندیانو سره ناوړه چلند او شکنجه کول په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د خلکو انساني کرامت ترپښو لاندې کولو په اړه د روداري بنسټ ویلي چې د طالبانو له خوا د تورنو څخه د اعتراف د اخیستلو لپاره د شکنجې ورکول په عام ډول کار اخیستل کیږي. ددې راپور پر اساس طالبان بندیان دومره شکنجه کوي چې هغوی اعتراف ته اړ شي.
د روداري د بنسټ د موندنو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې طالبانو لږ ترلږه ۱۵۱ کسان په دُرو وهلي دي.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی
د روداري بنسټ په دغه راپور کې ویلي چې طالبانو په دغه موده کې د ښځو او نجونو د ځپلو او ورسره توپیري چلند ته دوام ورکړی او د هغوی پر حقونو باندې یې لا نور محدودیتونه هم لګولي دي.
په دې راپور کې د زده کړو او کار پر حقونو د سختو محدودیتونو، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی، د ازاد تګ راتګ د حق څخه سرغړونه، عدالت ته د ښځو نه لاس رسی د ښځو د حقونو د سرغړونو په ډله یاد شوي او په دې تړاو یو زیات شمیر مثالونه هم ورکړل شوي دي.