په کرمه کې د شعیه او سني جګړه! سیمه نوې لوبې ته چمتو کیږي
لیکول: نجیب ننګیال
په ۱۳ نومبر پښتون قامي جرګې د کرمې سيمې ته د يو دېرش کسيزې جرګې لېږلو پرېکړه وکړه، تر څو هلته د ښکيلو خواوو تر منځ سوله وکړي او وضعيت نورمال شي. خو جرګه سيمې ته و نه رسېده او کوهاټ تونل سره یې مخه ونيول شوه.
په ۲۱ نومبر د همدې جرګې د لېږد څخه وروسته پوليسو د شيعه پښتنو يوه قافله لېږدوله چې د بګن په سيمه کې پرې نامالومه وسله والو بريد وکړ او شاوخوا ۴۰ تنه شيعه پښتانه یې ووژل. په غبرګون کې یې شيعه ګانو په بګن بازار بريد وکړ، شاوخوا درې سوه دکانونه او سل کورونه یې وسوځول. تر دې دمه په دې شخړه کې ۱۱۱ تنه وژل شوي او ۸۸ ټپيان دي.
ويل کېږي چې د شيعه ګانو دوه تنه قومندانان تهران طوري او عنايت حسين د زينب–يون ډلې غړي دي. بلې خوا د بګن سيمه چې وسوځول شوه د داعش د قومندان ګل سعيد کلی دی.
د پاکستان پوځ د پښتون قامي جرګې مخه ونيوله او وروستۍ پېښې هم ښکاری چې د همدې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې رامنځته شوې تر څو د دوی کار سخت شي او هلته د سولې هڅې ناکامه شي. دواړو اړخونو ته وسلې د پاکستان پوځ ورکوي. خو ولې یې ورکوي او د شخړې له پراخېدو د پاکستاني استخباراتو هدف څه دی؟
د پاکستان پوځ غواړي په سيمه کې د داعش لپاره مرکزونه او د نفوذ ساحې پيدا کړي او هلته یې مېشت کړي. دا چاره په وزيرستان کې ستونزمنه ده. په بلوچستان کې یې مرکزونه ورته جوړ کړي چې له هماغه ځايه یې په افغانستان کې ځينې بريدونه هم وکړل، خو هلته یې پراختيا ځکه ستونزمنه ده چې د بلوچانو د ازادۍ غورځنګ په سيمه کې حاکم دی او له هغوی پرته هره ډله هلته سر خوري. بله دليل یې دا دی چې بلوچستان کې ګوادر او د چين د پروژو په وړاندې نا امني هم پاکستان نغواړي. بديله سيمه بايد ورته مونده شي چې هلته د تورو بيرغونو لښکر مېشت شي او افغانستان ته سرايت وکړي. د دې لوبې د تعميل لپاره بايد لومړی د توربیرغي لښکر لپاره د خلکو ملاتړ وموندل شي. دا چاره د شيعه سني فساداتو او د همدې مذهبي تفرقې اچولو پرته سخته ده. د کرمې او پاړاچنار سيمه د همدې فساد د پراخولو لپاره ښه سټېج ورته ښکاره شو. د شيعه سني جګړه به سيمې ته د تور بيرغي لښکر پښې ور وغځوي او خلک به یې د شيعه ګانو د غچ څخه د خونديتوب لپاره هرکلی وکړي. دوی به هلته مرکزونه جوړ کړي او له همدې ځايه به په اسانۍ سره وکولی شي چې افغانستان کې بريدونه وکړي. کرمه د ډيورنډ په کرښو پرتو ولسواليو ځاځي اريوب، ځاځي ميدان، څمکني، صبري، يعقوبي او ګربز سره نښتې ده.
که دا شخړه پر وخت هواره نشي او د پټو لاسونو د مداخلو مخه و نه نيول شي، له دې ځايه تر ټول لوی ګواښ به له کرښې بره افغانانو او منځنۍ اسيا ته وي.