ځانګړي برخهمقالې

پټ یرغل که ښکاره یرغل؟؟

ليکوال: پوهاند محمد اسماعيل يون

تاریخي تجربو ښودلې چې پټ دښمن او پټ یرغل تر ښکاره دښمن او ښکاره یرغله ډېر خطرناک دي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تقریباً ټولې هغه جګړې ګټلي چې دښمن یې ښکاره، څرګند او یرغل هم په مستقیم ډول تر سره شوی وي. د افغانانو په روح او روان کې د دین او مذهب جذبه د دنیا تر نورو ټولو قومونو زیاته ده، نو ځکه خو یې د تاریخ په بهیر کې زیاتره هغه جګړې ګټلي چې د خپلو مخالفو مذهبینو پر ضد یې تر عقیدوي انګېزې لاندې ترسره کړي دي، څرګند مثالونه یې له انګرېزي، روسي او امریکايي امپراتوریو سره مخامخ جګړې وې.

دا جګړې که څه هم ډېرې ناانډوله وې او اکثره حکومتي اډانې هم د یرغلګرو تر څنګ ولاړې وې، خو بیا هم په ټوله کې افغان ملت د سختو قربانیو په ورکړه هغوی له ماتې او شاتګ سره مخامخ کړل. خو دا جګړې داسې نه وې چې افغانانو ترې مثمر سیاسي نتایج، اقتصادي ګټې او بشري پرمختګونه تر لاسه کړي وي.

د افغانانو د جګړه ییز تاریخ بله ځانګړنه بیا دا ده چې په تېرو څوارلس سوو کلونو کې یې تقریباً اکثره هغه جګړې بایللي چې له خپلو هم مذهبو او همدینو سره یې کړي ، روښاني تحریک تر اتیاکلنې مبارزې وروسته سقوط شو، د خوشال ملي غورځنګ تر پنځوس کلنې مبارزې وروسته هم د بري رنګ رانه وړ. د دریاخان او ایمل خان وسلوالې مبارزې هم خپل هدف ته و نه رسېدې ، د امان الله خان پرمخیال غورځنګ د مذهب په نوم د ارتجاعي عناصرو له خوا ړنګ شو. د دې کار یو علت دا دی چې په افغانانو کې د ملتپالنې د جذبې په انډول د دینپالنې ولوله ډېره پیاوړې ده .

اتیا کاله وړاندې چې په سیمه کې د مذهبي یا دیني انګېزې پر بنسټ د انګرېزي ښکېلاک له خوا د پاکستان په نوم یو نوی هېواد د لوی هند له بدنې څخه رابېل او جوړ شو، له همغه پیله بیا تر دې دمه د پاکستان له خوا په افغانستان کې د اوږد مهالې جګړې ستراتېژي پیل شوه. په دې اتیا کلن واټن کې چې په کابل کې هر کیڼ اړخي او ښي اړخي شخص او ډلې واک تر لاسه کړی، پاکستان یې د کمزروی هڅه کړې ده. د ټولو مخالفو ډلو لپاره یې په پاکستان کې روزنځایونه او پټنځایونه جوړ کړي دي.

په دې ټول بهیر کې پاکستان له مذهبي عنصر څخه د ملتپالو افغانانو، ملي او مدني خوځښتونو د ځپنې لپاره کار اخیستی دی. نه یوازې په افغانستان کې یې دا کار کړی ، بلکې د پاکستان تر اشغال لاندې په ټوله پښتونخوا کې یې د ملي خوځښتونو د ځپنې لپاره زیاتره وخت له مذهبي عناصرو ګټه پورته کړې ده ، څرګند مثال یې د باچاخان تر مشرۍ لاندې د خدایي خدمتګارو تحریک او تر هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون نور ملتپال تحریکونه دي او دا لړۍ لا همداسې روانه ده.

اویا کاله د افغانستان پر ضد د پاکستان پټه جګړه د هغه د نیابتي ډلو له خوا پر مخ وړل کېدله ، د هرې نیابتي ډلې  تاریخ چې به تېر شو ، یا به افغانستان ته داخله شوه او یا به په نیمه ډول واک ته ورسول شوه ، د هغې پر ضد به بله نیابتي ډله وار دمخه ډیزاین شوې وه او بیا به د مذهبي اصولو د بشپړ انفاذ داستان او سریال تکرار شو. په نتیجه کې به مرکزي حکومت دومره کمزروی شو چې هېوادوالو ته د خدماتو د رسولو پر ځای به د ځان د بقا په فکر کې شو . د دې بهیر تکرار نه یوازې د حکومتونو د ړنګېدو ، بلکې د نظامونو د ړنګېدو سبب هم شو.

د حکومتونو ړنګېدل که څه یو هېواد ته غټ ګوزار دی ، خو د نظامونو ړنګېدل بیا یوه ستره غمیزه ده ، چې بیا جوړښت او ټیګنښت یې لسګونه کلونه وخت غواړي .اوس پاکسان بیا غواړي ، افغانستان د یو حکومت او نظام له حقه محروم کړي ، لومړی اوسنی حکومت د تېرو حکومتونو په شان له کمزورۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ کړي او بیا د بلې نیابتي ډلې په واسطه د افغانستان ټول بنسټونه ونړوي .

په تېره نیمه پېړۍ کې چې ملتپالو عناصرو د پاکستان پر ضد هر ډول غږ پورته کاوه ، په خپله په پاکستان کې د جوړو شویو افغاني تنظیمونو د غړو له خوا به یې غږ په ستوني کې خپ کېده، پاکستان په افغانستان کې ملي روحیه او ملتپال عناصر د خپلې ستراتېژۍ لپاره اصلي خطر ګاڼه او لا یې هم ګڼي. اوس یو شمېر پخوانۍ جهادي ډلې او د هغوی تاریخ تېري مشران هم د پاکستان پر دې منافقت پوه شوي، هغوی هم لږ تر لږه ظاهراً د پاکستان ضد ناره پورته کوي، خو اوس ډېر ناوخته دی او دې نارې کې نه کوم قوت شته او نه کوم لذت، خو بیا هم یو نسبي پرمختګ دی.

اوس نو د نویو واکمنو وار دی. پاکستان پر دې پوهېږي چې نوي واکمن هم ډېرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري، له نوي او عصري علم سره بې تفاوتي څه چې ځینې وختونه ضدیت هم لري، ټول وطن یې پر مدرسې بدل کړ، هر څه د مدرسې له زاویې ګوري، په تېرو دریو کلونو کې لا هم له ښځو سره له جګړو او کشمکشه نه دي وزګار شوي، نو دوی به په کومو وسایلو د پاکستان د جټ الوتکو مقابله وکړي؟ په تعویذونو، دم او چوف خو هسې هم الوتکې نه ویشتل کېږي، نو راځه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره دا تر ټولو ښه فرصت دی.

پاکستان اوسمهال افغانستان یو بې صاحبه ملک ګڼي او د افغانانو کمزروۍ ورته ښې معلومې دي . په تېر تصنعي او اومغلن جمهوریت کې هم ورته د نسب ورکو واکمنو کمزروۍ او داخلي کشمکشونه ښه معلوم وو، د هغوی د واکمنۍ پر مهال یې هم وخت پر وخت پر افغانستان توغندي ویشل، خو د وخت واکمنو یې یوازې د توغندیو شمار کاوه. د ډیورند کرښې پر سر اغزن تار یې د هماغې واکمنۍ پرمهال تېر کړ. اوس نو خبره بېخي هوايي بمباریو ته ووتله.

اوسني واکمن چې نه یې نړیوال دریځ په لاس کې دی ، نه یې څوک په رسمیت پېژني او نه هم په کور دننه د خپل مشروعیت او قوت لپاره عملي ګامونه پورته کوي ، له هوایي او اقتصادي ځواکه هم بې برخې دی او تر اوسه یې لا په خپل ذهن د شریعت ټول حدود هم نه دي نافذ کړي ، نو ډېره سخته ده چې د پاکستان دې ډول ظالمانه بریدونو ته مناسب ځواب ورکړي . خو دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم همدا د افغانستان نظام دی چې اوس حاکم دی. دوی اوس تر هر چا زیات د وطن ساتنې مسولیت لري، ټولو افغانانو ته په کار ده چې له خپلو اختلافونو سره سره په دې حساس وخت کې له همدې اوسني نظام سره، همکاري وکړي چې په هېواد کې اوسنۍ ثبات له ګډوډۍ سره مخ نه شي ، د بیا رغونې او نوې جوړونې بهیر ټکنی نه شي ، زورواکۍ او جنګسالارۍ ته بیا لاره اواره نه شي .

له اوسني حکومت څخه هم هیله کوو چې خپله ټوله پاملرنه د پاکستان د توطیو خنثی کولو ته واړوي، خپلو خلکو سره خپل چلند نرم کړي ، د ښځو تعلیم ته بې له ځنډه اجازه ورکړي ، نوې ټکنالوژۍ او ساینسي علومو ته ترجیح ورکړي ، هغه چارواکي چې کورونه یې پاکستان کې دي ، ژر تر ژره دې خپل کورونه هېواد ته راوړي او کنه نو له دندې دې لرې کړای شي . څومره به ښه شي هغومره ((استش هادي ))حملې چې پخوا په افغانستان کې کېدلې لږه تر لږه د هغوی نیمایي خو دې لاهور ، کراچۍ ، پېنډۍ او اسلام اباد ته انتقال شي .

سره له دې چې مرګ د انسانیت له زاویې مردود دی، خو دښمن چې ستا مرګ پسې څراغ ګرځوي ، نو ته به څه کړې ؟ که لاهور کې جهاد شروع شي اسلام ته به څومره ګټه ورسي ، (( هیرا منډیي )) به ړنګه شي ، روژه خواره به پر روژې مکلف شي ، پر سود ولاړ بانګونه به وتړل شي ، بد حجابي به له منځه لاړه شي ،انګرېزي قانون به ختم شي ،  زموږ د امربالمعروف وزارت به هلته مصروف شي ، اسلام کې خو هسې هم سرحد نه شته ، دا د هر مسلمان یوه وجیبه ده چې د خدای پر ځمکه د خدای قانون نافذ کړي ، نو چې اسلام اباد کې اسلامي شریعت نافذ نه شي ، نو بیا به چېرته نافذ شي ؟

که زموږ اوسني واکمن پاکستان کې د جهاد پیل اعلان نه کړي ، نو دا به ورته په ډاګه ووایو چې کابل به بیا د پاکستان له خوا کافر ګڼل کېږي ، دلته چې د کعبې امام هم واکمن وي ، پاکستان پرې جهاد فرض ګڼي ، نو مخکې تر دې چې تاسې هم د بلې نیابتي ډلې له خوا د کفر په تور تکفیر شي ، ښه به وي چې د  انګرېز دا منافق برګټی له دې ننګونې سره مخ کړئ او که دا و نه کړئ ، نو د تېرو واکمنو له برخلیک سره به مخ شئ.

د دې لیکنې په پای کې د دې خبرې یادول هم ضروري دي چې پاکستان د افغانستان پر پکتیکا ، پکتیا ، خوست او څو موده وړاندې پر نورو سیمو  د بمباریو له امله خپله اصلي څېره افغانانو او ټولو نړیوالو ته وښوده ، خبره یې له نااعلان شوې جګړې څخه اعلان شوې جګړې ته واړوله ، افغانانو ته د معلوم دښمن ماتول ډېر اسانه کار دی، نن نه سبا، سبا نه بل سبا، هدف معلوم شو، دښمن معلوم شو، مخکې خو یې افغانانو ته خپل لاس په خوله کې ورکړی و، اوس به نو په ټول افغانستان کې داسې څوک پیدا نه شي چې پاکستان ته د مسلمان یا ورور هېواد په سترګه وګوري، ان هغه کسان چې دوی په خپله لمن کې روزلي، د دښمن دا ډول تثیبت د افغانانو لپاره لوی بری دی.