د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند د کوم لورې د بریا په معنی دی؟
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د حماس غورځنګ له اسرائیلو سره د عزتمند اوربند په اړه په يوه بيانيه کې ویلي چې، دغه موافقه په تېرو پنځلسو مياشتو کې په غزې کې د فلسطين د ولس د فوق العاده مقاومت پایله ده.
د حماس په خبرپاڼه کې راغلي چې دا د دښمن پر وړاندې د مبارزې او د آزادۍ او وطن ته د راستنېدو په لاره کې د ملت د اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې، یو مهم ټکی دی.
په ورته وخت کې د اسرائیلو دولس شبکې، د دغه اوربند په اړه ویلي: د دغه موافقې په لومړي پړاو کې به څه دپاسه زر فلسطیني بندیان له بنده آزاد شي او بیا به په اوسط ډول هره ورځ غزې ته 600 موټره بشردوستانه مرستې ورسېږي.
د غزې له ځینو برخو څخه په تدریجي توګه وتل او په راتلونکو اونیو کې خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو خلکو بیرته ستنېدل، د دغه تړون له نورو مادو څخه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هوکړې وروسته ځینو افراطي اسرائیلي څېرو ویلي، بنیامین نتانیاهو په حقیقت کې د حماس پروړاندې د ماتې موافقه لاسلیک کړه.
دوی ویلي چې، دا د تسلیمېدو او له جګړې څخه د وتلو موافقه وه او نتانیاهو ونشو کړای چې خپله هېڅ یوه ژمنه هم پوره کړي.
په غزه کې د اسرائیلو او د حماس د اسلامي غورځنګ ترمنځ د اوربند له موافقې سره سره، په لوېدیځه غاړه کې د جنین کمپ او په غزه کې د استوګنې یوه ودانۍ، تېر ماښام یو ځل بیا د صهیونیسټانو لخوا په نښه شول.
ویل کېږي چې په دغه برید کې ۲۵ فلسطینیان په شهادت رسېدلي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.