راپورونه

د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند په اړه نړیوال غبرګونه

د حماس او اسرائیلو ترمنځ په غزه کې د اوربند په اړه تیره شپه هوکړه وشوه، چې دغه پرېکړه د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو له لورې د بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوه.

افغانستان

طالبانو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د توافق هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي، چې دا هوکړه د غزې په تړانګه کې د تېرو پنځلسو میاشتو د “فلسطیني ولس د افسانوي زغم، تاریخي مبارزې او زړور مقاومت” پایله ده.

طالبانو د حماس او اسرایلو ترمنځ د اوربند هوکړه یوه لویه لاسته راوړنه بللې او د حماس مشرانو او د فلسطین ولس ته یې مبارکي ویلې ده.

طالبان د دې هوکړې د عملي کېدو او غزې ته د بشري مرستو د لېږلو غوښتونکي دي. طالبانو په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښکېلې خواوې او نړیواله ټولنه باید دا ډاډه کړي، چې اسراییل پر خپلو ژمنو عمل کوي.

طالبانو ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې سوله یوازې د فلسطین مسئلې ته د مشروع حل او د فلسطین د خپلواکۍ له لارې راتلای شي. دغې ډلې زیاته کړې چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کوي.

د فلسطین د حماس غورځنګ

په غزه کې د حماس مشر او د دغه غورځنګ د مذاکره کوونکې ډلې مشر خلیل الحیا د چهارشنبې په شپه په غزه کې د اوربند د موافقې د رسمي اعلان په وخت کې له ایران او د دغه غورځنګ له مقاومت محور څخه مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: د الاقصی طوفان جګړې اغیزې به د دې جګړې له پای ته رسیدو سره ونه دریږي.

اسرائیليان

ګڼ شمېر اسرائیلي وګړي وایي، نتانیاهو د حماس په وړاندې د ماتې تړون لاسلیک کړ

په غزه کې د اوربند د موافقې په غبرګون کې، اسراییلي سیاستوالو او افراطي فعالانو اعلان وکړ چې “بنیامین نتنیاهو” د حماس پر وړاندې د ماتې تړون لاسلیک کړی دی.

د “اسرائیل هیوم” ورځپاڼې خبریال ” اریئیل کهانا” په دې اړه ویلي، چې نتانیاهو له ۱۵ میاشتو جګړې وروسته هم حماس ته په ماتې ورکولو نه دی بریالی شوی.

اسرائیلي سیاسي فعال “اډم ګولډ” هم اعلان وکړ چې یوازې احمقان او هغه څوک چې حقیقت څخه سترګې پټوي، دغه پرېکړه ښه بللی شي.

 د اسرائیلو د کابینې غړی او د مالیې وزیر بزالل سموتریچ هم دغه موافقه د اسرائیلو د داخلی امنیت لپاره خطرناکه او بده وبلله .

د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، اسراییل باید د توکمپالنې ظالمانه نظام پریږدي

د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي د چهارشنبې په شپه په غزه کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې که څه هم د اوربند تړون د فلسطینیانو لپاره د هیلو څرک برابر کړی دی، مګر هیله ډیره ځنډېدلې ده او اسراییل باید د توکمپالنې ظالمانه نظام پریږدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په غزه کې د اوربند د موافقې هرکلی وکړ

هغه ټینګار وکړ چې اوس باید لومړیتوب د دې جګړې له امله رامنځټه شوې لوی بحران لمنځه وړلو ته ورکړل شي.

عرب لیګ

عرب لیګ هېوادونو ټینګار کړی چې د اوربند تړون باید په جدي ډول تطبیق شي او په بشپړ ډول اسرائیل له غزې څخه ووځي.

د عرب لیګ سرمنشي “احمد ابوالغیط” د چهارشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اوربند د موافقې هرکلی وکړ

هغه د دغه اوربند د ټینګښت او له نیواکي سیمو څخه د اسرائیلو د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه.

د ایران سپاه پاسداران

د ایران سپاه پاسداران وايي، د فلسطین د ولس مقاومت په توره د حق د بریا او په توره د وینو د تویولو روښانه سمبول دی.

دغه ځواک نن په یوه بیانیه کې د اسرائیلو پرضد د اوربند په نافذولو کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ  د بریالیتوب او د حماس او د فلسطین د اسلامی مقاومت د سترې بریا مبارکي ورکړې.

په دغه اعلامیه کې د فلسطین د ملت مقاومت “په توره باندې د باطل او وینې په وړاندې د حق د بریا یوه ځلانده نښه او سمبول وباله.”

د یمن حکومت

د یمن حکومت وایي، د فلسطینیانو د مقاومت دوام اسرائیل دې ته اړ کړ چې اوربند ومني

د یمن د ملي نجات د حکومت د خبرو اترو د ډلې ویاند او مشر«محمد عبدالسلام» د چهارشنبې په شپه د اسرائیلو د وحشیانه حملو په وړاندې د غزې د خلکو د افسانوي او تاریخي مقاومت ستاینه وکړه

هغه د اسرائیلو وحشتونو څخه په یادونې واضحه کړه چې مقاومت ډلې دغه رژیم اوربند کولو ته اړ کړ.

د غزې چارواکي

په غزه کې د فلسطین د مطبوعاتي دفتر مشر د پنجشنبې په سهار وویل چې د دغې تړانګې اوسیدونکي به تل هغو کسانو ته وفادار وي چې د فلسطین او په تیره بیا د یمنیانو ترڅنګ ولاړ دي.

پاکستان

پاکستان د اسراييلي رژيم په غندلو سره په غزه کې د اوربند د مادو د سمدستي عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې په غزه کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او د هغه د ژر او بشپړ تطبیق غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې د اسرائیلو د جنایتونو په غندلو سره څرګنده کړه چې د غاصب اسرائیلو پراخو پلانونو ټوله سیمه بې ثباته کړې ده.

عراق

 په غزه کې د اوربند د موافقې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د فلسطین د ملت دفاع ته به دوام ورکړو.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي؛ هغه په ​​غزه کې د اوربند د موافقې هرکلی وکړ او دغه مهمه پیښه یې د فلسطین د ولس د ستر مقاومت او قربانیو نتیجه وبلله.

اسرائیل

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د غزې په تړون کې د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستې له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې ډېر ژر به په واشنګټن کې ورسره وګوري.

همدا راز هغه د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هم مننه وکړه، چې د یرغمل شویو د خلاصون په تړاو د خبرو اترو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

فرانسه

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په غزه کې د اوربند د هوکړې د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل: «له پنځلسو میاشتو ناحقه کړاوونو وروسته، د غزې خلک د ارامښت احساس لري او د یرغمل شویو او د دوی کورنیو ته یوه هیله مندي پیدا شوې ده.»

د فرانسې ولسمشر دغه راز د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د غزې د خلکو د ژغورنې غوښتنه وکړه.

امریکا

د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه د خپلې ډلې بریا وبلله.

جو بایډن پداسې حال کې چې د هغه  څلور کلنې دورې پای ته رسیدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د وروستي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې د امریکا خلکو ته په ژوندۍ بڼه وینا وکړه.

بایډن د خپلې وینا په پیل کې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند نه یادونه وکړه، او استدلال یې وکړ چې اوربند د هغه طرحې سره سم دی چې هغه په ​​می میاشت کې وړاندې کړې وه او دا د هغه د ټیم بریالیتوب و.

وروستي معلومات ښیي، چې د اسراییل او حماس په ۱۵ میاشتو او یوې اونۍ جګړو کې پر غزې ۸۵ تنه چاودیدونکي توکي غورځېدلي، له ۴۷ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.