کابل ټیلیګراف
سمنګان کې د یوه کان دننه چاودنه؛ درې کارګر وژل شوي
![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/08/سمنگان.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )
سیمهییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو په یوه کان کې د میتان ګازو چاودنه کړې چې له امله یې درې کارګر وژل شوي دي.
د سمنګان ولایت امنیه قومانداني وایي چې دغه چاودنه تېره ورځ د لیلي په کلي کې شوې ده.
ده ویلي، په دغه چاودنه کې د یاد کان درې کارګر وژل شوي دي او مړي یې د امنیتي ځواکونو له لوري له کان څخه را ویستل شوي دي.