پاکستان څخه تر اوسه ۱۲۷ زرو څخه زیات کډوال او ۵۵۰ بندیان افغانستان ته لیږل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۷ زرو څخه زیات افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې ادارې په وینا، له دې شمېرې ۲۶ زره کسان د پاکستان د حکومت له خوا ویستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په حواله، ډېری راستانه شويو کسانو په خپله خوښه پاکستان پرېښی، ځکه چې د پاکستان حکومت ګواښ کړی و، که خپل هېواد ته ستانه نه شي، اخراج به شي.
د کډوالو ترڅنګ، په دې وروستیو ورځو کې ۵۵۰ افغان بندیان هم له پاکستانه ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان افغان کډوالو ته د مارچ تر پایه وخت ورکړی و چې دا هېواد پرېږدي.
د دې مودې له پای ته رسېدو سره، د پاکستان حکومت د افغانانو نیول، بندي کول او بیا افغانستان ته لېږل پیل کړل.
په ورته وخت کې، زرګونه هغه افغان کورنۍ چې له پاکستانه اخراج شوي، په بحراني حالت کې دي.
د اسلامي مرستو د ارزونې ټیم راپور ورکړی چې ډېری دا کسان د خوراک، اوبو او سرپناه پرته، په خالي لاس د افغانستان پولې ته رسېدلي دي.
یو شمېر کډوالو چې د تورخم له لارې افغانستان ته لیږل شوي، رسنیو ته ویلي چې نه یوازې د اوسېدو لپاره کور نه لري، بلکې د سرپناه جوړولو لپاره ځمکه هم نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کډوالو لپاره د لسګونو استوګنځایونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د جبري ویستلو دویم پړاو پیل کړ، چې دا پروسه له نړیوالو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د پاکستان حکومت ویلي چې په اوږدمهال کې پلان لري شاوخوا درې میلیونه افغانان، چې په دې هېواد کې اوسي، اخراج کړي.