ځانګړي برخهراپورونه

په کشمیر کې له ترهګريز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تازه ناندرۍ

هند د کشمير پر سيلانيانو تر بريد وروسته د ټولو ګوندونو غونډه راوغوښته او د پاکستان لوړپوړی ډيپلومات يې احضار کړ

ممبۍ، د اپرېل ۲۴ (روېټرز): د کشمير پر سيلانيانو د خونړي بريد وروسته، د هند حکومت د پاکستان په سفارت کې تر ټولو لوړپوړی ډيپلومات احضار کړی دی. دا خبره ځايي رسنيو کړې او زياتوي چې دا اقدام تر هغه وروسته شوی چې هند له پاکستان سره د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو د کمولو پرېکړه وکړه، ځکه د دواړو اتومي وسله‌والو ګاونډيانو ترمنځ اړيکې د کشمير د وروستي بريد له امله نورې هم خرابې شوې دي.

د شکمنو وسله‌والو له لوري د سېلګرۍ په يوه سيمه کې د ۲۶ ملکي وګړو وژل، چې دا د نږدې شلو کلونو تر ټولو خونړی بريد بلل شوی، د هند د بهرنيو چارو د سيکرتر ويکرام مسري له خوا له پولې اخوا مداخله وبلل شوه. هغه وويل، هند به له پاکستان سره د اوبو د وېش شپېته کلن تړون وځنډوي او همداراز به د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازنی ځمکنی سرحد وتړي.

نوموړي زياته کړه، هند به خپل دفاعي اتاشیان له پاکستانه راوغواړي او په اسلام‌اباد کې به د خپل سفارت کارکوونکي له ۵۵ څخه ۳۰ ته راکم کړي.

د هند حکومت له لوري د پاکستان وګړو ته رسمي خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان ټول دفاعي سلاکاران نور د منلو وړ نه دي، هغوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې له هند څخه ووځي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي د پنجشنبې په ورځ د ټولو سياسي ګوندونو يوه ځانګړې غونډه راوغوښته، تر څو هغوی د بريد په غبرګون کې د حکومت له اقداماتو خبر کړي.

له بلې خوا، په اسلام‌اباد کې د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف هم د ملي امنيت د کمېټې غونډه رابللې، تر څو د هند د وروستيو اقداماتو په اړه پرېکړې وشي، لکه څنګه چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار په X (پخوانی ټويټر) کې ليکلي دي.

د اندوس د سيند تړون، چې د نړيوال بانک په منځګړتوب شوی و، د اندوس سيند او د هغې څانګې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشلې وې او د اوبو وېش يې تنظيماوه. دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړو ته هم تر دې دمه مقاومت کړی و، خو اوس هند اعلان کړی چې دا تړون به وځنډوي.

ډيپلوماتيکي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دې وړاندې هم کمزورې وې. پاکستان د ۲۰۱۹ کال وروسته، کله چې هند د کشمير نيمه خپلواکه حیثيت لغوه کړ، د هند سفير ایستلی و او خپل سفير يې هم نوي ډيلي ته نه و استولی.

د سه‌شنبې د ورځې خونړی بريد د هند د صدراعظم نريندرا مودي او د هغه د ملتپال ګوند (BJP) لپاره یو سياسي شاتګ بلل کېږي، ځکه چې هغوی له کشمير څخه د ځانګړي حیثيت د لغوه کېدو وروسته د سولې او پرمختګ دعوې کړې وې، خو دغه بريد دا ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.