راپورونه

په امریکا کې ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د انسان مثانې بریالی ټرانسپلانټ وکړ

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۲۰۲۵ کال د مې په ۴مه د ۸ ساعتونو اوږد عملیاتو پر مهال د یوه کس له بدن څخه یو پښتورګی او مثانه ایستل شوې او په هغه ناروغ کې ټرانسپلانټ شوې، چې د پښتورګو ناروغیو او سرطان له امله له دې اعضاوو محروم شوی و.

د کیلیفورنیا پوهنتون کارپوهانو ویلي، د ټرانسپلانټ وروسته سمدستي پښتورګي د پیشاب لویه اندازه تولیدول پیل کړل او د ناروغ د پښتورګو فعالیتونه سمدستي په نموني توګه ښه شول.

دوی ویل، چې د دې ټرانسپلانټ وروسته ناروغ ته د ډایالیز اړتیا نه ده پاتې او د نوي مثانې په مرسته ناروغ د ۷ کلونو لپاره په طبیعي توګه د پیشاب کولو وړتیا ترلاسه کړه.

په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک د مثانې له مختلفو ناروغیو متاثره دي او د دې نوي پرمختګ له امله د ګڼو کسانو په ژوند کې د مثبت بدلون امکان شته.

کارپوهانو ویل، دا جراحي د طب په نړۍ کې یو تاریخي لحظه ده.

دوی وویل، د اعضاوو ټرانسپلانټ د مختلفو ناروغیو په وړاندې د ژوند ژغورلو لپاره تر ټولو مهم ګڼل کیږي او اوس مثانه هم په دې لیست کې شامله کیدی شي.

له دې وړاندې د مثانې د فعالیتونو سخت خرابېدو پر مهال د ناروغانو لپاره یوازینی انتخاب د کولمو تنظیم کول و.

خو په ۸۰ فیصده قضیو کې دا طریقه د پیچیدګیو لامل کېده، لکه د هضمي نظام ستونزې یا د پښتورګو د فعالیتونو خرابېدل.

د مثانې ټرانسپلانټ یو لوی ننګونه وه، ځکه چې دا عضو د وینې رګونو له پیچلي نظام سره تړلی دی، چې په معده کې ډېر ژور پراخ دی.

نو په نړۍ کې د مثانې د لومړي ټرانسپلانټ لپاره د ډاکټرانو ټیم له ۴ کلونو زیات وخت تیاري کړې وه.

وروسته یې د عطیې شوي مثانې او پښتورګي د ناروغ له بدن سره د نښلولو لپاره د نوي تخنیکونو د تصویب لپاره غوښتنه وکړه.

د اسکر لارینزر په نوم یوه ۴۱ کلن ناروغ کې دا ټرانسپلانټ ترسره شو، چې د هغه دواړه پښتورګي او د مثانې زیاتره برخه کلونه وړاندې له بدن څخه ایستل شوې وه.

د یوه کس مثانه په اوسط ډول ۷۰۰ ملی لیتره مایع راټولولی شي، خو د ناروغ په مثانه کې یوازې ۳۰ ملی لیتره مایع راټولېده.

کارپوهانو په وینا، د ټولو پیچیدګیو باوجود عملیات بریالي وو او د ناروغ حالت په چټکۍ سره ښه کیږي.

کارپوهانو د راتلونکو ۴ عملیاتو لپاره د کلینیکل ټرایل پلان جوړ کړی دی.

که دا ۴ عملیات بریالي شي، نو په لویه کچه کلینیکل ټرایل ترسره کیږي.