خبرونهنړۍ

چین د نړۍ د لومړي سوپر ډیم جوړولو کار پیل شو 

 کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

چین تل خپلو ودانیزو پروژو سره نړۍ حیرانوي، خو اوس یې داسې پروژه پیل کړې چې بېلګه یې نه موندل کېږي. 

چین د نړۍ تر ټولو لوی ډیم یا سوپر ډیم جوړولو کار پیل کړ، چې د اوسني تر ټولو لوی درې غورجز ډیم په پرتله درې چنده زیاته برېښنا تولیدولی شي. 

دا سوپر ډیم به په تبت کې د یارلنګ سانګبو سیند پر سر جوړ شي، چې په هندوستان کې د برهماپترا په نوم یادیږي. 

د دې ډیم د جوړولو لګښت به ۱۶۷.۸ میلیارده ډالره وي او دا به د نړۍ تر ټولو ګرانه ودانیزه پروژه وي. 

د چین لومړي وزیر لي چیانګ د تبت په ماینلینګ هایډرو پاور سټیشن کې د بنسټ ډبرې ایښودو مراسمو کې برخه واخیسته او د پروژې کار یې پیل کړ. 

د چینایي رسنیو په وینا، په دې حیرانوونکې پروژه کې ۵ هایډرو پاور سټیشنونه شامل دي او ټولیز لګښت به یې له ۱۲۰۰ میلیارده چینایي یوان یا ۱۶۷ میلیارده ډالرو څخه زیات وي. 

دا پروژه لومړی په ۲۰۲۱ کال کې د پنځه کلن پلان په ترڅ کې وړاندې شوه او د سوپر ډیم په نوم ونومول شوه.

د سیند د برېښنا د تولید لپاره به د نارچا باروا غره کې ۲۰ کیلو متره اوږده له ۴ څخه تر ۶ پورې تونلونه جوړول کیږي، ترڅو د سیند ۵۰ فیصده جریان بدل شي. 

د پروژې ځای د براعظمي پلیټ پر سرحد دی، چیرې چې د زلزلو امکان شته. 

خو د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې د پروژې د منظورۍ پر مهال ویل شوي وو، چې د ډیم په پروژه کې ارضیاتي خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول کیږي. 

د پروژې د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره به پرمختللې ټیکنالوژي او ارضیاتي څیړنې وکارول شي. 

تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا ډیم به تر کومې نیټې بشپړ شي. 

دا باید روښانه شي چې د چین، هندوستان او بنګله دیش ترمنځ د دې سیند د اوبو د وېش په اړه هیڅ تړون نشته. 

خو هندوستان د دې پروژې په اړه اندېښنه ښودلې، چې چین به د دې په مرسته د سیند جریان بدل کړي.