ځانګړي برخهمقالې

د يوه افغان جنرال ډز او خبره چې په کولو يې د انګرېزي ښکېلاک ماته پېل سوه!

لیکوال: سردار ولي

«هو-هو کيږي-کيږي، دا توپ به انګرېزان مات کړي، ورځه… اور»…

ببرک خان ځدراڼ په اماني دولت کي خلګو پښې لوڅی جنرال باله، د ژوند داستان يې عجيب او غريب دی، څرنګه چي هغه تل یبلي پښې ګرځيد، وای يو ورځ د امير امان الله خان دربار ته ورغی، امان الله خان ځني وپوښتل چي:

” ته د لويي پکتیا پېژندل سوی مشر ئي، ولي لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته وويل: چي زه د قام مشر یم او چي خلک مي پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چي څپلۍ ولرم!”.

ببرک خان د مازک خان ځدراڼ زوی وو چي په ۱۸۶۲ع کال د خوست کي اوسېده، دا وخت په سرحدونو کي د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل سوی وو، ببرک خان هغه وخت د #اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړاوه چي د پولي تر څنګ ئې پر انګرېزانو غلچکي بريدونه کوله، په ۱۹۱۹ع کي چي اميرامان الله خان واک تر لاسه کړ نو د ببرک خان صلاحيتونو ته يې د قدر په سترګه کتل او د هند سره د پولي د چارو په اړه مشورې ځني اخيستلې. وايي چي د ببرک خان په مشوره امير، محمد نادر خان له بند څخه خوشي کړ او د لويي پکتيا د محاذ قوماندان ئې وټاکه(ددې خبري سرچينه مي نه کړه پيدا-پښتون زوی)

وروسته امان الله خان د جنوبي محاذ مسؤوليت نادرخان ته وسپاره، نادرخان هم له خپلو قواوو سره د می پر ۱۷مه (۱۹۱۹ع) د ببرک سيمي، المره ته را ورسېدی، نو ببرک ئې تود هر کلی وکړ او ددغه لوی لښکر په مېلمه پالنه او مرسته کي ئې څو زره کابلي نقره ایي روپۍ ولګولې. د خپلواکۍ اخيستلو په کال ببرک لومړۍ حمله پر ټل وکړه، لومړۍګولۍ چي انګريزي عسکر ئې تيښتي ته اړ کړل د هغه توپ ګولۍ وه چي د ببرک له خوا وويشتل سوه او د ټل د بالاحصار په جبه خانه کي ولګېده او بيا ئې اور واخيست.

#عزیز_الدین_وکیل پخپل کتاب [نګاهي مختصر به استرداد استقلال] کي ليکي:

“د کابل د وزيراباد د کلي اوسېدونکی د غنډ کوټوالي يو سرتېری چي توکل نومېده او د ژوند په وروستيو کلونو کې يې په کابل کي په دولتي مطبعه کې کار کاوه، ماته وويل:

زه د خپلو سترګو ليدلی حال وايم چي کله چي د ازمويني توپونه خوشي کېدل، د ببرک خان ځدراڼ له پښتو ژبي سره ډېره مينه درلوده، په پښتو ئې جنرال نادرخان ته وويل: «هو-هو کيږي-کيږي، دا توپ به انګرېزان مات کړي»”.

د انګريزانو له ليکنو ښکاري چي د ببرک ځواک ورته لوی خطر وو، يو ځای ليکي:

“د هغه نه هم لوی لښکر چي د خوست قبايل پکښي ول او د برتانوي هند (وازيرو) د ببرک په مشرۍ د (اشکالۍ نالې) جنوب لوري غرونه نيولي وو. د افغان پوځ اصل ځواک د خپلو زياتو توپونو سره د کورمي سيند لوېديځ، په خپيانګه او يوسف خيلو کي وو چي د نادر شاه مرکزي کمپ پکښي جوړ وو. په دې توګه ټل د دريو خواو نه محاصره سو او يواځنۍ لاره چي څوک پر تللای سول، ډاير(جنرال) پر ورغلی، د افغان پوځ شمېره ۳۰۰۰ او شا و خوا ۹۰۰۰ قبايل ورسره مل ول، ډاير ته ژر جوته سوه چي د نادر شاه عادي پوځ او توپونه د ټل جنوب کي د ببرک د سړو ملاتړ نسي کولای ځکه چي په منځ کي ئې د ټل سيند دئ، د دې لپاره هغه لومړی په ببرک د حملې نيت وکړ، خو د خپل نيت د پټولو لپاره هغه د ټل په کلي د قبايلو په سنګرو د ۸۹ بيټرۍ او د فرانټير چاوڼۍ د توپخانې ډزي پېل کړې”، کله چي پر انګريزپوځ فشار ډېر سو او پېښور ته ئې د کومک حال ولېږه.

محمد ولی ځلمي په خپل کتاب (#زموږ_غازیان) کي ليکي:

“ببرک خان د خپلواکۍ د اخیستلو په معرکه کي د متون، ټل او واڼه په برخه کي د خپلو دوو ننګياليو زامنو شیرک خان او زمرک خان او د ځدراڼو، وزیرو، تڼیو د لسو زرو غازیانو په ملګرتیا د ټل پر اوسپنيزه کلا باندي د افغانستان د آزادۍ بیرغ جګ کړ. ببرک خان ځدران له دغي مېړاني وروسته، د امان الله خان له خوا تقدیر سو او ده ته ئې د لمر اعلی نښان او نایب سالاري ورکړه”.

[جنګ په ټل کي] کتاب چي يو انګرېز ډګرمن ليکلی دئ او پرمخ ئې د ببرک لوی عکس راغلی دئ. شاو خوا ټول کتاب کي د ببرک خان د شهامت او ملي مبارزې ډېري کيسې راټولي کړي دي.

کله چي د ١٩١٩ع کال د مۍ په ٢٨ نېټه افغان توپچي قواوو او د ببرک لښکر د ټل په چاوڼۍ ورننوتل، انګرېزانو اميرامان الله خان ته ليک ولېږه چي دا جنګ دي سمدلاسه بند سي او هم ئې په بمبۍ کي د افغانستان لپاره د وسلو بار يوه بېړۍ هلته ايساره کړه.

په ۱۹۲۵ع کال کي د امان الله خان په ننګه يو جنګ کي د ببرک خان يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ولګيدی نو ده ته ئې نارې کړې، هغه خپل ملګری راپورته کړ چي په دې وخت کي بله ګولۍ دده پر سينه ولګېده او همدلته ومړ، دی د ۶۳ کالو په عمر په خپل کلي [المره] کي خاورو ته وسپارل سو.

د یادولو وړ ده چي ۱۹۹۷ع کال کي په لندن کي یو نندارتون د هغو زړو اسنادو چي ۱۰۰ کاله ئې پوره سوي ترتيب سوی وو، په دغه نندارتون کي چي عامو خلکو ئې ننداره کوله هغه اسناد چي یو وخت اشد محرم وو او اوس ئې ۱۰۰ کاله تېر سوي دي او افشا کېدل ئې د بريتانيا حکومت ته کوم زیان نه رسوي، وړاندي کېدل، یو افغان نظامي جنرال چي له دغه نندارتون څخه ئې لیدنه کتنه کړې، وايي: «عجيبه خو دا وه چي په دې نندارتون کي د ببرک خان ځدراڼ یو لوی تور او سپين عکس چي په چوکات کي بند وو ايښوول سوی وو».

داسي ویل کيږي چي د ده ځيني عکسونه د انګلستان د موزيم په آرشيف او ګالري کي اوس هم شتون لري.