افغانستانخبرونهراپورونه

د مرګونو ترافیکي پېښو دوام؛ د ارغندۍ پېښه کې ۲۵تنو ژوند بایللی

کابل ټیلیګراف – ۵ وږي ۱۴۰۴ لمریز کال

له هرات او بغلان وروسته نن سهار په د کابل ښار په ارغندې سیمه کې، د ترافیکي پېښې له امله ۵۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې خو پر ټولنیزو پاڼو د دغه ډول مرګونو پېښو دوام ته، خلکو بېلابېل غبرګونونه ښودلې او د حل لپاره یې ځینې غوښتنې کړي دي.

تېره اونۍ په هرات کې ولایت کې د یوه ۴۰۴ ماډول موټر د ترافیکي پېښې له امله ۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی ورپسې د بغلان ولایت په دوشۍ ولسوالۍ کې هم ورته یوه پېښه وه او ۲۲ کسان په کې ټپیان وو.

تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندې سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر چپه شوی دی، د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ډول مرګونو پېښو دوام ته پر ټولنیزو پاڼو کې خلکو بېلابېل غبرګونه ښودلي او ځينې غوښتنې یې هم مطرح کړي دي.

پر ټولنیزو پاڼو د خلکو بېلابېل نظرونه

اسماعیل احساس لیکلي:  «چې دا بسونه يې مکمل بند کړي واي ښه وو.»

حاجي خانو په نوم یوه کس لیکلي:  «ولاکه دا خپل فکر لا په خراب کم، دا مو یو ټکر نه دی، دوېیم نه دی، درېیم نه دی‎هره ورځ دغه حال دی نه قانون شته نه اصلاح.»

جوان بازون لیکلي:  «تر ډېره وخته په جنګونو کې، بیا له هغې وروسته په سیلابونو او زلزلو، او اوس هم ترافیکي پیښې….!»

رفیق الله تنها لیکلي: «ولې داسې بې اختياطى وشي ترافيکى اوصول بايد له سخت شي.»

ځینو نورو کسانو هم بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ناصر خان ناصري په نوم یو ځوان په دې اړه یو مدني حرکت پیل کړی او له ننګرهار څځه کابل ته پلې مزل پیل کړی او پر لاره یې خلکو ته د احتیاط په اړه توصیه کوله.

ولې په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې کیږي؟

په افغانستان کې ډېر کله مرګونې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي چې د موټر چلوونکو د بې پراويۍ، په ګډون غیرقانوني مخته کېدنه، سرعت، د مخدره توکو کارول، او د موټر چلولو پرمهال د ګرځنده تلیفونونو کارول، د دې پیښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

برسېره پردې، د سړکونو خراب حالت، د کافي ترافیکي نښو نشتوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پېښو په زیاتوالي کې د پام وړ رول لوبوي.

په تېر کلونو کې پر لپسې د افغانستان روغتیا وزارت په کلنیو ارزونکو رپوټونو کې ویلي وو، چې تر جګړو وروسته تر ټولو ډېره مرګژوبله دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ده.

اوس چې جګړه نشته، تر ټولو لوړې مرګونې پېښې ښايي ترافیکي هغه یادې شي.

د ملګرو ملتونو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې یو میلیون، درې سوه او پنځوس زره کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.