راپورونه

سرچینه: طالبانو په کابل ښار کې لس داعش وسله وال نیولي دي.

طالبانو د داعش په اړه د پاکستان ادعا رده کړه، خو سرچیني وايي تازه نن په کابل ښار کې د داعش لس وسله وال نیول شوي دي.
کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، دغه لس کسان نن سې شنبه د زمري ۳۰ مه د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې هغه مهال نیول شوي چې په یو هوټل کې یې د بمونو ځای پر ځای کولو تابیا لرله.
که څه هم طالبانو تر دې دمه د دې داعشیانو د نیول کېدو په اړ رهسما څه نه دي ويلي خو یوې امنیتي سرچیني کابل ټیلیګراف ته وویل له نیول شویو کسانو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې داعشیانو د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند سیمې په یو هوټل کې د کومې موخې لپاره بمونه ځای پر ځای کول خو ویل کېږي چې ښايي دغلته یې د ملکي وګړو په نښه کولو یا یې د چارواکو په یوه غونډه کې د چاودونو پلان درلود.
دا په داسې حال کې ده چې تازه دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مسکو او تهران کې د داعش بریدونو ته په اشارې ویلي چې دا حملې ښيي چې دغه ډله په نورو ځایونو کې ورته بریدونه کولای شي.
هغه ادعا چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا نن سې شنبه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت توانېدلی چې د داعش په نوم وسله واله ډله وځپي، خو نوموړي ویلي که ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د داعش پټنځایونه له منځه یوړل شي د دغې ډلې ګواښ به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
نوموړي دغه راز د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي هغه ادعا هم په کلکه رد کړه چې ویلي یې وو له افغانستان د سپټمبر د ۱۱ مې په څېر د یو بل برید احتمال هم شته.
هغه لیکلي: “دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي. “
کابل کې دداعش ډلې دا جنګیالي داسې مهال نیول شوي چې تېره اونۍ داعش یا اسلامي دولت خراسان څانګې د کابل ښار دشت برچي کې د ملکي وګړو یو موټر په نښه کړو.
په دې پېښه کې یو تن ووژل شو او یوولس نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *