له افغانستانه گاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق زیات شوی.
په دې وروستیو کې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق زیات شوی او دې چارې په کوردننه د مالدارانو، بزګرانو او قصابانو اندېښنې راپارولې دي.
تازه د طالبانو امنیتي ځواکونو په کندهار کې دوه تنه پاکستان ته د ۷۵۰ څارویو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ددې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په حواله ویلي، چې په معروف ولسوالۍ کې یې ۷۵۰ څارویو د قاچاق مخه نیولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: “کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معروف ولسوالۍ د کرنې مسؤلینو او امنیتيځواکونو له لورې تیره شپه د معروف ولسوالۍ دوهم کنډک مربوطه سیمه کي د ۷۵۶ څارویو چې پکښې وزې او میږي
شاملي دي د قاچاق مخه نیولي ده.”
خبرپاڼه کې راغلي د څارویو دغه قاچاقبر د غزني ولایت اوسېدونکي وو او غوښتل یې چې ۷۵۶ څاروي له کندهار څخه پاکستان ته قاچاق کړي.
په دې ورروستیو کې د ډبرو سکرو څخه رانیولې، تر قیمتي کاڼو او نورو بېلابېلو شیانو قاچاق هم زیات شوی خو په بېساري توګه د پسونو او مېږو د قاچاق زیاتوالی د حیرانۍ او اندېښنې وړ مسئله ده.
یو شمېر بزګران او قصابان دا چاره د هېواد د اقتصاد په زیان بولي او وايي، د څارویو قاچاق به د مالدارۍ او کرنې په برخه کې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اړ کړي.
دوی زیاتوي، دا مهال افغانستان د پسونو د غوښې په برخه کې پر ځان بسیا دی خو زیاتوي چې د پسونو په قاچاق سره بازارونو کې د څارویو د غوښې بیه لوړه شوې ده.
د عبدالکریم په نوم یو تن قصاب وايي:” د څارویو قاچاق مخه نیول په کار دي. دا اوس د پسونو د غوښې له اړخه
افغانستان په افغان بسیا دی خو که دا قاچاق روان وي نو موږ بیا اړ یو په لوړه بیه له نورو هېوادونو غوښه واخلو او بیا
یې په هېوادوالو وپلورو.”
دوې میاشتې وړاندې په نیمروز کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ایران ته د شاوخوا اتیا زره
څارویو د قاچاق مخه نیولې ده. د دوی په خبره په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ څاروي ایران ته قاچاق کېږي.
د طالبانو د پنځم سرحدي کنډک قومندان، محمد داوود اسحاق هغه مهال ویلي وو:”زموږ د کنډک سیمه چې ده هغه د نیمروز له پله
څخه چې د ایران او نیمروز ترمنځ پوله ده، بیا تر چهل و پنج پورې زموږ د کنډک اړوند سیمه کې ډیر مالونه ایران خواته
قاچاق کیږي نو په دغه کې موږ له ۷۰ زرو تر ۸۰ زرو مالونه نیولي دي.”
دا مهال افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا دی خو د څارویو قاچاق او نورې چارې ښايي په دې برخو کې د افغانستان ستونزې زیاتې کړي.