نړۍ
اسرایلو پر لبنان د ځمکنیو پلیو تهاجمي بریدونو ګواښ کړی
اسرایلي ځواکونو پر لبنان د هوایي بریدونو ورسته اوس تازه د ځمکنیو پلیو تهاجمي بریدونو په اړه د تیارۍ خبرداری ورکړی دی.
د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوی رسنیو ته ویلي چې په لبنان کې د احتمالي پلو تهاجمي بریدونو له پاره تیاری روان دی او روانه اوونۍ پر لبنان کې سخت هوایي بریدونه د دې برید پيلامه ده.
بل پلو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي دې برید ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه او رسنیو ته یې ویلي چې دا یوه بله نښه ده چې اسراییل د ایران د یوې ملاتړې ترهګرې ډلې له لوري له رښتیني ګواښ سره مخامخ دی.
پر لبنان د اسراییل د بریدونو او د تلابیب پر لور د حزبالله له برید سره په ورته وخت کې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوي چې د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي.