![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/m-e1739333893742.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال )
کابل ښار دوېمې ناحیې اړوند سیمه کې، د نږدې ۳۴ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټېاخېستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې وویل، د دغه مارکېټ د جوړولو چارې د ۱۴۰۱ لمریز کال په غویي میاشتې کې پیل او نن یې چارې بشپړې شوې.
دی وايي، پر یاد مارکېټ نږدې ۳۴ میلیون امریکايي ډالر لګښت راغلی او دغه پیسې د خصوصي له لوري ورکړل شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه سوداګریز مارکېټ په ۹۳۶۱ متر مربع ځمکه او په نهه پوړونو کې جوړ شوی چې دوه تل خونې، ۱۳۰۰ هټۍ، یو جومات او د ۲۰۰۰ موټرو لپاره پارکینګ لري.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، نوی خیرخواه مارکېټ د څه باندې ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د دولتي او خصوصي مشارکت له لارې جوړ شوی دی.