په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو وروستۍ نښته؛ اووه سوه کورنۍ بېځايه شوې دي
په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پولهساتو تر منځ د وروستۍ نښتې له امله له يادې سيمې ۷سوه کورنۍ کوچېدلې او د جګړې له ويرې د مومندرې ډکې، ګردي غوث، مارکوه، اچين او بټي کوټ ولسوالیو ته بېځايه شوي دي.
د ننګرهار سيمهييزو چارواکو ويلي، چې دغه کورنۍ دا مهال سختو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
چارواکي زياتوي، نن سېشنبه د زمري ۲۳مه د کورنيو او نړيوالو موسسو استازو ورته ډاډ ورکړی چې خپل کارکوونکي يې د دغو کورنيو د سروې او تثبيت په موخه يادو سيمو ته استولي او ډېر ژر به ورسره بشري مرستې وکړي.
د ننګرهار ولايت مقام هم ويلي، چې ددې ولايت مرستیال والي سعيد احمد بنوري د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسوولينو سره غونډه کړې ده.
سرچينې ويلي، دا غونډه د تورخم وروستۍ پېښې له امله شاوخوا ۷۰۰ بېځايه شويو کورنيو ته د مرستو رسولو په موخه شوې ده.
د ننګرهار د والي مرستيال په دې غونډه کې ويلي: « د دوشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو په غوړکي سیمه کې پوسته جوړوله، چې په دغه وخت کې د پاکستان لوري پرې ډزې وکړې. افغان ځواکونو بالمثل اقدام وکړ، خو پاکستان لوري د ملکيانو کورونه هدف وګرځول چې له امله یې يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شول او درې تنه ټپيان دي.»
مرستيال والي دغه راز وويل: “موږ غلامان نه يو، ازاد ولس او حکومت يو. د ډيورنډ دواړو غړو ته مېشت ولسونه زمونږ خپل خلک دي، د خپلې خاورې او ولس د ساتنې په موخه به هېچاته د تېري اجازه ور نه کړو.”
په دې غونډه کې د ننګرهار د اقتصاد رئيس عطاء الرحمن فاتح او د کډوالو رئيس حاجي بازمحمد عبدالرحمن د بېځايه شويو کورنيو په اړه معلومات ورکړل او وې ويل چې د جګړې له ويرې ۷۰۰ کورنۍ د مومندرې ډکې، ګردي غوث، مارکوه، اچين او بټي کوټ ولسوالیو ته بېځايه شوي دي او بشري مرستو ته اړتيا لري.
په دې نښته کې د پاکستاني لوري دوې پوستې هم له منځه تللې دي.
د چارو ځينې کارپوهان د دواړو لورو تر منځ ورته نښتې نمايشي بولي او وايي چې زيان يې يوازې د کرښې دواړو غاړو عامو خلکو ته رسېږي.
دوی زياتوي، په پاکستان کې د ای اېس ای د پخواني مشر فيض حميد نيول کېدو خبر په افغانستان او پاکستان کې غوغا جوړه کړې وه چې پاکستاني لوري له دې موضوع د عامه اذهانو د اړولو په موخه په جګړه لاس پورې کړ.
د کارپوهانو په خبره، ددې ناوړه سیاستونو بيه يوازې عام وګړي ورکوي.