ځانګړي برخهراپورونه

طالبان د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ د خبرو لپاره منځګړیتوب ته تیار دي

طالبانو یو ځل بیا د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت تر منځ د خبرو اترو لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، که پاکستان ورڅخه وغواړي نو دوی چمتو دي چې تر منځ یې منځګړیتوب وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد د برتیانیا اینډېپېنډنټ ورځپاڼې اردو برخې سره په ځانګړې مرکه کې چې تازه خپره شوې؛ ویلي، په دې شرط د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړتوب کوي چې پاکستان یې غوښتنه وکړي. د مجاهد په وینا، که پاکستان غوښتنه ونه کړي بیا دوی په دې مسله کې مداخله نه کوي ځکه چې دا د دوی خپله کورنۍ مسله ده.

مجاهد زیاته کړې: ” له شلو کلونو راهیسي ټي ټي پي او د پاکستان حکومت د یو بل ضد لګیا دي. پاکستان د ټي ټي پي خلاف د ضرب عضب عملیات کړي او ټي ټي پي د هغوی پر وړاندې جنګېدلي، د پاکستان لپاره لازمه ده چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي. خو له بده مرغه هغوی یې مسوولیت د افغانستان غاړې ته اچوي او په دې توګه د بې باورۍ فضا رامنځ‌ته کوي.”

طالبانو داسې مهال د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښوولی چې دوه کاله وړاندې هم دغه ډلې په کابل کې پاکستاني چارواکي او د ټي ټي پي مشران یو بل ته د خبرو لپاره مخامخ کېنول. هغه مهال که څه هم د دواړو لورو تر منځ خبرو کومه پایله ور نه کړه خو پاکستان تر هماغو خبرو وروسته په طالبانو تور پورې کوي چې خپله خاوره کې یې د ټي ټي پي جنګیالیو ته ځای ورکړی دی.

پاکستان وايي، د ټي ټي پي مشران په کابل کې دي او جنګیالي یې له هماغه ځایه په پاکستان کې حملې تنظیموي.

خو د طالبانو ویاند په دې مرکه کې وايي، چې که پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور په تړاو شواهد او ثبوت لري نو له دوی سره یې دې شریک کړي.

کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک مشران او ګڼ جنګیالي په کابل کې مېشت دي او د حقاني ډلې لخوا یې پراخ ملاتړ کېږي. ددې معلوماتو پر بنسټ، د ټي ټي پي دغه مشران د کابل په مهمو سیمو په ځانګړې توګه شش‌درک کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټي ټي پي مشران د خپلو جنګیالیو د لیدو لپاره وخت ناوخت ولایتونو، لرو پرتو سیمو ته په داسې مهال کې سفرونه کوي چې د بې ‌پیلوټه الوتکو نښه ونه ګرځي.

د سرچینې د معلوماتوم له مخې، حقاني ډله او ټي ټي پي نه یوازې دا چې د جګړې د ډګر ملګري دي بلکې هغوی نسبي قرابت هم لري.

د ټي ټي پي اکثریت جنګیالي او غړي د شمالي او جنوبي وزیرستانونو اوسېدونکي دي. وزیرستانونه د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره په یوه سیمه کې پراته دي او پر سینه یې د ډيورنډ کرغېړنه کرښه تېره شوې ده.

که څه هم د حقاني پر کورنۍ نیوکې دي چې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري خو دا هم ویل کېدای شي چې حقاني ډله له ټي ټي پي سره هم ډېرې نیږدې او پیاوړې اړیکې لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې شمالي وزیرستان ته تللی و. د نوموړي دغه سفر هم هغه مهال د خلکو تر منځ ګڼې پوښتنې راپٍورته کړې وې.

انس حقاني وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو: ” د کرښې بلې غاړو ځايي قومونو سره د ژورو اړیکو له امله وزیرستان زموږ روایتي او قبلوي حوزه کې شامل دی،‌ د وزیرستان خلکو له موږ سره فشارونه زغملي دي، دا به موږ هېڅکله نه هېروو، هغوی موږ سره د خپلې خولې مړۍ شریکه کړه، سرښندنه یې ورکړه او د جګړې میدان ته راسره ولاړل.”

د انس حقاني دغو خبرو ته په کتو هم دا برداشت کېدای شي چې هغوی له ټي ټي پي سره خورا نیږدې اړیکې لري او دا اړیکې تر پخوا ډیرې پیاوړې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *