
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د نارنج ګل مشاعره جوړه شوه او مطیع الله تراب په کې د دغه ډلې مشر د شعر په ژبه وننګوو، طالبانو په ټول افغانستان کې د مشاعرو د بندولو ترڅنګ تازه د یاد ریاست رئيس قاري ساجد هم له دندې ګوښه کړی دی.
په دغه مشاعره کې د طالبانو فعال مبین ته د وینا وخت ورکړل شوی وو، چې په پاکستان یې توندې نیوکې وکړې، دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر تر اوسه د پاکستان په اړه هیڅ ډول څرګندونه نده کړې.
په همدې مشاعره کې مشهور شاعر مطیع الله تراب د شعر په ژبه د طالبانو مشر وننګو او ور څخه یې وغوښتل چې مومندۍ لونګۍ په سر د خپل بیرغ لاندې کابل ته راشي، د حکومت کولو لپاره لویه جرګه راوغواړي او د خلکو څخه پوښتنه وکړي.
هغه په دې شعر کې ملي بیرغ او ملي سرود هم یاد کړل، چې دغه ټول شعر یې د افغانستان د ننه او بهر د زیاتو خلکو پام ځانته راوړه.
د دغه مشاعرې وروسته په داسې حال کې تر امرثاني پورې په مشاعرو بندیز ولګېده، چې ټاکل شوې وه، په پروان کې څو ساعته وروسته مشاعره ترسره شي.
د همدې چارې په دوام تازه د طالبانو مشر د یوه حکم له مخې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له دندې ګوښه او پر خای یې نوی رئیس ټاکلی دی.