لوبې
افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۰ منډې جوړې کړې
افغان ابدالیان لوبډلې د عمان پر وړاندې په دویمه تمریناتي شل اوریزه لوبه کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۱ مندو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه زبید اکبري غوره توپوهنه وکړه او ۵۶ منډې جوړې کړې.
د نوموړي ترڅنګ کریم جنت او شاهدالله کمال هم ښه ولوبېدل او هر یوه ۴۴ مندې جوړې کړې.
اوس د عمان لوبډله خپله توپ وهنه کوي.