لوبې
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې خپله درېیمه لوبه کې له هانګ کانګ ماتې وخوړه
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو په ترڅ کې خپله درېیمه لوبه د ۵ ویکټو په توپیر سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته وبایلله.
دغه سیالۍ چې د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.
هانګ کانګ د ۱۳۲ منډو هدف په وروستي اور کې په داسې حال کې پوره کړ چې وار له مخې یې پنځه لوبغاړي اوټ شوي ول. له دې سره هانګ کانګ د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
په دې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق الله اتل مخکښ وو، هغه ۵۲ منډې وکړې. دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.
په افغان توپ اچوونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.