لوبې

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي پامیر لیجنډز لوبډلې پخپل نوم کړه

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو لوبې چې ننګرهار کې پیل شوې وې، نن د پامیر لیجنډز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

پامیر لوبډلې د پایلوبې پر وروستۍ ورځ د میوند اتلان لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو اتلولي په خپل نوم کړه.

سږ کال هرې لوبډلې ۶ سیالۍ ترسره کړلې همدارنګه لومړی ځل و چې فرسټ کلاس سیالیو کې د کوکابورا بال وکارول سو.

د کورني کرکټ  مسول نظلم جار عبدالرحیمزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «یو بل ستر او پخپل نویت سره له ګریډ ټو ، ګریډ ون ، تري ډی، قوش تپه، لسټ ای، انډر ناینټین ، شپږیزې نه وروسته اتم ایونټ هم پخیر او بریالیتوب سر ته ورسېدلو، فرسټ کلاس سیالۍ د کورني کرکټ مهمې سیالۍ دي چې ډېری ځوانانو پکې سږ کال ډیبیو وکړه، مطمئین یم چې د سینیر لوبغاړو نه به یې ډېر څه زده کړې وي».

عصمت عالم ددې سیالیو غوره لوبغاړی، فرید ملک غوره توپ اچوونکی، بشیر احمد افغان غوره ځوان لوبغاړی ، مخکښ منډو جوړوونکو کې د عصمت عالم وروسته افسر ځاځی، عثمان نوري، ناصر جمال، بهیر شاه.

مخکښ وېکټ اخېستونکو کې د فرید ملک وروسته یمین احمدزی، بشیر احمد، ضیاالرحمان.