لوبې

افغان نوولسم کلنو ملي لوبدلې د پاکستان او د اماراتو لوبډلې سره د سیالۍ له پاره تمرینات وکړل

د افغانستان تر نوولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې پرون د  متحده عرب اماراتو په ای سي سي کرکټ اکاډمۍ او لوبغالي کې د توپوهنې، توپ اچونې او فزیکي تکړښت تمرینات ترسره کړه.

ددغه سیالیو موخه د اسیا جام له پاره غوره تیاري ده.

د افغانستان د کرکټ نوولس کلنې کم عمر ملي لوبډله به څو ورځې وروسته د پاکستان او متحده عرب اماراتو پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ کې ګډون وکړي او له هغه وروسته به تر نوولس کلنو د کم  عمر لرونکو اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.