لوبې
کرکټ بورډ: نن افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډله د اماراتو سره سالي ترسره کوي
د افغانستان له نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله به نن ۱۰:۰۰ بجې د متحده عربي اماراتو د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کړي.
کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکي: د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبغاړو پرون ماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نننۍ لوبې لپاره د غوره پلان او کارکردګۍ ناسته ترسره کړې چې پکې لوبغاړو ته د روزونکو له لوري د غوره پلان نیونې او تخنیکي اړخونو په تړاو معلومات وړاندې شوي.
د یادونې وړ ده چې افغان نولس کلنو لوبغاړو له دې وړاندې د یادې لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.