ځانګړي برخهراپورونه

طبي انسټيټوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو غبرګونونه راپارولي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو طبي څانګو کې د نجونو زده کړو ځنډېدو ته غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان د طالبانو له لوري پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو او طبي انسټيټوټونو پر بندېدو سخته خواشیني ښودلې.

 هغه پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ د طبي انسټيټوټونو د تړلو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

راشد خان لیکلي:«په هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم، لکه څنگه چې د یو ‌هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.»

دغه راز د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل هم د هېواد په طبي څانګو کې د نجونو د زده‌کړو پر بندیز خواشیني څرګنده کړې او له طالب مشرانو یې غوښتي چې د نجونو پرمخ د طبي انسټيټوټونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي.

محمد نبي عیسی خیل زیاتوي:« نجونې لومړۍ له پوهنتونونو څخه منع شوې او اوس یې د دوی وروستی فرصت هم چې په طبي څانګو کې خپله راتلونکې جوړه کړي، ترې واخیستل شو دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.»

 نوموړي په ټينګار سره ویلي چې هیواد یې له زده او تعلیم پرته پرمختګ نشي کولای او په دې برخه کې افغانستان د لوستو او تعلیم یافته نارینه‌وو تر څنګ باسواده ښځو ته هم اړتیا لري.

د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمن‌الله ګربز هم د نارینه وو او ښځو د زده کړو پر ارزښت ټېنګار کړی او په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي، چې علم په نارینه او ښځو  فرض دی.

د کرکټ لوبډلې دوه نورو لوبغاړو ګلبدين نائب او شرف الدین اشرف هم د نجونو پر زده کړو خواشیني ښودلې او دا ډول پرېکرې یې غندلي دي.

ګلبدبن نایب ویلي:« دیوه ورزش کونکي په توګه، زه د زده کړو او تعلیم په ارزښت پوهېږم. د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او طبي زده کړو مرکزونو بندزدل دردونکی دی.»

شرف الدین اشرف زیاتوي:«علم د تیارو او جهالت پر وړاندې ترټولو ځواکمنه وسله ده، مونږ د کریکټ لوبغاړي د هېواد له خویندو سره د زده کړو په برخه کې ترڅنګ ولاړ یو.»

دا په داسې حال کې ده چې نورو نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو دا پرېکړه د بشر له بنسټيزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې، طبي زده کړو ته د ښځو لاسرسی نه یوازې د ټولنې د روغتیا، بلکې په هېواد کې د بشري ستونزو د کمولو لپاره هم حیاتي دی.