ځانګړي برخهراپورونه

له ښوونځیو محرومو نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر هر ډول زده کړو له بندیز وروسته نجونو د حرفوي زده کړو مرکزونو ته د نجونو ورتګ زیات شوی دی.

د ننګرهار اوسیدونکې شازیه چې د پوهنتون د درېم کال محصله وه وایې، پر زده کړو یې له بندیز وروسته اړ شوه چې د خیاطۍ په یو مرکز کې د جامو ګنډلو کسب ته مخه کړي.

شازیه زیاتوي:«په افغانستان کې پر نجونو بندیزونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي او یوازې د حرفوي زده کړو لاره پاتې ده، چې نجونې په کې حرفوي زده کړې کوي غوښتنه مو دا ده چې؛ د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي او د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

د دغه حرفوي مرکز یوه بله زده کوونکې روبینه هم وایې، د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کيدو یې په روحیې بد اغيز کړی او د هغې په ګډون زیاترو یې د روحي فشارونو د کابو کولو لپاره حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده.

د هغې په خبره د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د لاسي صنایعو په یوه کارخونه کې کار پیل کړي.

روبینه زیاتوي:«له کله چې ښوونځي، پوهنتونونه او د نېمه عالي طب په برخه کې پر نجونو بندیز لګیدلی، نو دې حالت د نجونو پر روان بد تاثیر کړی او همدا لامل دی چې زیاتره نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې؛ ځکه پر نجونو د زده کړو نورې ټولې لارې تړل شوي دي.»

 د لغمان اوسیدونکې شبانه کې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي وایې، د کار نه موندلو وروسته اړ شوه چې د ځان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د خیاطۍ په دې مرکز کې کار وکړي.

شبانه زیاتوي:«د پوهنتون له زده کړو وروسته مې هیله درلوده چې، دنده به واخلم خو دا ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې، د دندې نه پیدا کېدو وروسته محبوره شوم چې حرفوي زده کړو ته مخه کړم اوس راته دلته د یو جوړ جامو پر سر ۱۵۰ افغانۍ راکوي او د کور ستونزې مو پرې حال دي.»

د حرفوي زده کړو د مرکزونو مسوولان هم مني چې پر زده کړو له بندیز وروسته زیاتره نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده.

 د لاسي صنایعو د مرکز د مسوولانو په خبره ډېری کارکوونکې یې هغه نجونې دي چې ښوونځي یا پوهنتون یې پرېښی او حرفوي زده‌‌کړې یې د بدیل لاره ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونې پر ښوونځیو او پوهنتونونو ته په تللو بندیز لګولی او تازه یې په روغتیایي بنسټونو کې هم افغان نجونې له زده کړو منع کړي دي.