راپورونه

د تورخم لار د دوېیمې ورځې لپاره هم تړلې، ځینې ناروغان له انتظار او نا معلوم برخلېکه سرټکوي

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د تورخم لار د دوېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او رتګ لپاره تړلې ده، ګڼ‌شمېر خلکو او ناروغانو په تورخم کې خپله شپه تر شنه اسمان لاندې سبا کړې،لا هم د دغې لارې د پرانیستلو لپاره شېبې شمېرې او وایي چې طالب او پاکستاني چارواکي دې ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.

د تورخم لار د وړمې شپې راهېسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ او رتګ پر مخ تړل شوې ده، په تورخم کې د طالبانو چارواکو ویلي، پاکستان دغه کار طالبانو له لوري د ځینو تأسیساتو د جوړولو په غبرګون کې ترسره کړی دی.

په تورخم کې یوه باوري سرچېنه کابل ټیلیګراف ته وایي چې دغه لار نن د دوېیمې ورځې لپاره تړلې ده.

دی وایي چې تېره ورځ د طالبانو او پاکستاني چارواکو یوه ناسته شوې وه خو لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

ګڼ‌شمېر کسان د تورخم لارې خلاصېدو ته شېبې شماري

احمد زبیر چې تېره ورځ خپل ناروغ پلار پاکستان ته د تګ په تکل راوان کړی، کابل ټیلیګراف وایي، نه وه خبر چې دغه لار به تړل کېږي او نن شپه تر شنه اسمان لاندې په دغه سیمه کې د خپل ناروغ پلار سره تېره کړې ده.

دی وایي، سلګونه کسان په تورخم د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغې لار خلاصېدو ته د انتظار شېبې شماري خو لا هم نه ده معلومه چې دغه لار به کله خلاصه شي.

هغه له طالبانو چارواکو او پاکستان لوري څخه وغوښتل چې د کړېدلو افغان او ناروغانو لپاره د وخت نا وخت دغه لاره نه بندوي ځکه چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د پروان ولایت اوسېدونکی روح‌الله بیا وایي چې غواړي پاکستان ته خپلو دوستان لېدو ته ولاړ شي او له تېرې ورځې راهېسې په تورخم کې د لارې خلاصېدو ته انتظار دی.

دی وایي چې طالب چارواکي دې حداقل خلکو ته معلومات ورکړي که چېرې نه خلاصیږي چې خلک خپلو کورونو ته ولاړ شي.

محمد امان بیا د کابل ښار اوسېدونکی وایي او وایي چې یوه اونۍ کیږي، ویزه یې ترلاسه کړې او غواړي چې خپلې ناروغه مېرمن پاکستان ته بوځي.

دی وایي، تېره ورځ یې غوښتل چې پاکستان ته ولاړ شي خو کله چې خبر شو، لاره تړلې ده نو خپل سفر یې ځنډولی دی.

هغه زیاتوي چې پاکستان ته ډیری کسان د ناروغانو لپاره ځي، روژه هم راغله او د دواړو لوریو چارواکي دې ژر تر ژره دغه ستونزه حل شي.