لوبې

نیوزیلنډ چانس لري تر څو ۲۵ کاله وروسته د چپنیزټرافۍ اتله شي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ای سي سي د اتلانو جام سیالیو پایلوبه د روانې مارچ میاشتې په نمهه نېټه ترسره کیږي

دغه سیالۍ چې اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې وه نیوزیلنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو پکې پایلوبې ته لاره پیدا کړه د دې جام وروستی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوی و چې پاکستان لوبډلې یې اتلولي ګټلې وه.

نیوزیلنډ لوبډلې په ۲۰۰۰ کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه او که د مارچ په نمهه بریالۍ شي نو ۲۵ کاله وروسته به د دوهم ځل لپاره دچمپنیز ټرافۍیا اتلانو جام سیالیو اتله شي.

هندۍ لوبډلې بیا په ۲۰۰۲ دوه کال کې سریلنکا سره یو ځای د دې سیالیو جام پورته کړی و او د دوهم ځل لپاره یې په ۲۰۱۳ کال کې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړې وه.

په نورو لوبډلو کې بیا استرالیا دوه سویلي افریقا، ویسټنديز، پاکستان او سریلنکا بیا یو یو ځل د اتلانو جام سیالیو جام په خپل نوم کړی دی.