لوبې

د کرکټ نړۍ ستر لیګ؛ ای پي ایل ۸ ورځې وروسته پیل کیږي.

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د هندوستان کرکټ ستر لیګ ای پي ایل چې د کرکټ نړۍ کې ستر خصوصي لیګ بلل کیږي اته ورځې وروسته د کلکتې او بنګلور لوبډلو په لوبې سره پیل کیږي.

په دې لیګ کې د کرکټ نړۍ څخه بیلابیل لوبغاړي لوبه ترسره کوي چې د افغانستان ۷ لوبغاړي هم پکې شامل دي.

راشد خان به د ګجرات ټایټنز سره ولوبیږي په داسې حال کې چې نور احمد سږکال له چینای سوپر کینګز لوبډلې سره یوځای شوی.‌

په سږ کال ای پي ایل سیالیو کې به د رحمن الله ګربز اړوند  کلکته د خپلې اتلولۍ دفاع کوي په داسې حال کې چې سږ کال به د دې لوبډلې رهبري  نوی لوبډلمشر اجېنکیه راهاني وکړي.

فضل حق فاروقي به د راجستان رویلز، عظمت الله عمرزی د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره لوبیږي. 

همدارنګه سږکال به الله محمد غضنفر د ممباي انډینز لوبډلې لپاره د مجیب ځدراڼ پرځای ولوبیږي او کریم جنت هم تازه له ګجرات لوبډلې سره یوځای شوی.