سیمه

د مفتي شاکر زوي عبدالله شاکر: پلار یې لومړي وزیر او د پوځ مشر وژلی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د مفتي شاکر د وژلو وروسته یې ځوي عبدالله شاکر په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي تر هغې د پلار جنازه نه کوي تر څو یې چې د هغه د مرګ ځواب د صوبې د وزیر اعلی او د پولیسو له قومندان نه وي ترلاسه کړی نوموړی وايي چې د پلار ته یې د شته ګواښونو په اړه څو ځلې پولیسو ته ویلي و خو هغوي هیڅ امنیتي تدابیر ورته ونه نیول

عبدالله شاکر د پاکستان لومړی وزیر د خپل پلار د مرګ لامل وباله او ویې ویل: «لومړی وزیر تا ته وایم، وزیر اعلی تاته وایم او د پوځ مشره تاته وایم، دا خبره په ګپ کې تېره نه کړې زما پلار تاسو شهید کړی، که تاسو ورته لیسنس ورکړی وای، تاسو ورته سیکیوریټي ورکړی وای نن به دا حال نه و.»

عبدالله زیاتوي، چې پولیسو یې لیسنس ځنډولی و او د هغه لاسونه یې ورتړلي و.

هغه زیاتوي: «د پېښور د لینس ادارې زما لیسنس نه تایید کولو، زه تا په څلورو لاسونو ورته تړلی وم چې پرېږده دا سړی شهید شي.»

عبدالله شاکر همداراز وایي، دوی د مفتي شاکر د امنیت په نه تامیینولو غوښتل چې دی ومري. عبدالله شاکر د مفتي شاکر پر مینه والو غږ کړی، چی د لاریون لپاره دې ځانونه راورسوي.

هغه وایي: «دا کار د ډوزو نه د ډزو دی نن ما خپل پلار له لاسه ورکړ سبا ستاسو حال دی. سپي د سپو غوښې نه خوري ملایانو تاسو د ملایانو غوښې خورئ.»

عبدالله شاکر زیاته کړه: «زه په وینو سور شوم، په یاد ساتی دا خپله ککرې هم درباندې خورم تر څو چې زما د والد غم مو نه وي کړی.

د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر مازیګر لمونځ لپاره جومات ته د داخلېدو پر مهال چادونه کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه