هندۍ رسنۍ: پاکستان ته د چمپینز ټرافۍ لوبو د کوربتوب له امله ۸۵ میلیونه ډالر زیان اوښتی

( کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
هندي رسنۍ وایي، پاکستان ته د چمپینز ترافۍ لوبو د کوربتوب له امله ۸۵ میلیونه ډالر زیان رسیدلی، خو پاکستان وایي، د دغه لوبو د کوربتوب له امله به دوی ته د کوربه هېواد په توګه ۶ میلیونه ډالر ورکړل شي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ ته د آيي سي سي چیمپئنز ټرافي ۲۰۲۵ د کوربه توب پر مهال ۸۶۹ کروړه روپۍ چې ۸۵ میلیونه ډالره کیږي، ورته زیان رسیدلی.
دغه رسنۍ ادعا کوي، چې د دغه زیان وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د میچ فیس کمولو او ۵ ستوري هوټلونو د سهولت ختمولو په څیر سخت ګامونه پورته کړي دي.
خو د پاکستان کرکټ بورډ بیا دغه ادعا د پاکستان د بدنامولو یوه تبلیغاتي هڅه بولي او وایي، د دغه لوبو د کوربتوب له امله به دوی ته شپږ میلیونه ډالر ګټه ورکړل شي.
د پاکستان کرکټ بورډ وایي، د هوټلونو کرایه، د الوتکو ټکټونه، انعامي پیسې او نور لګښتونه ټول د کرکټ نړیوالې شورا په غاړه دي او د دغه حسابونو وروسته به معلومه شي، چې څومره عاید تر لاسه شوی دی.