طالبان: په افغانستان کې پاتې وسلې په نظامي ډیپوګانو کې ساتل کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د امریکايي رسنیو د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې په افغانستان کې پاتې شویو وسلو د پاکستان په لور قاچاق کېدو په اړه وو، ویلي چې ټول دا ډول تجهیزات په نظامي ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
فطرت زیاته کړې چې که کومه وسله کشف او ضبط شوې وي، دا د تېر وخت څخه په تور بازارونو کې موجودې وې او د افغانستان د وسلو زېرمو پورې تړاو نه لري.
له دې وړاندې، واشنګټن پوسټ په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې د یو شمېر جنګیالیو له لوري ضبط شوې له شپېتو زیاتې وسلې ښيي چې دا وسلې له افغانستان څخه ترلاسه شوې دي.
د متحده ایالاتو د جوړو شوو سپکو، نیمه درنو وسلو او د شپې لید دوربینونه د دې وسلو یوه برخه وه چې د پاکستان د دولت پر ضد جنګېدونکو جنګیالیو څخه د ډیورند کرښې په بل اړخ کې ترلاسه شوې دي.
دې رسنۍ لیکلي: دا وسلې پخوا د افغانستان ملي اردو ته ورکړل شوې وې، چې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
خو طالبانو څو ځله د داسې وسلو قاچاق او نورو ځایونو ته د لېږد خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د دې تسلیحاتو بشپړه ساتنه کېږي.
دا ادعاوې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په دوام کې راپورته کېږي چې غوښتل یې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې بېرته امریکا ته ولیږدول شوي.
هغه مهال دې غوښتنې ته پاکستان هم ملاتړ ښودلی او ویلي یې دي چې د دې وسلو لویه برخه د پاکستان د طالبانو تحریک او د اسلام اباد د دولت پر ضد نورو ډلو لاس ته ورغلې، چې له امله یې دا هېواد له ګواښ سره مخ دی.
خو د طالبانو دفاع وزارت د ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا وسلې د جګړې غنیمت دي او متحده ایالاتو ته به بېرته ونه سپارل شي.